د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین، عبدالسلام حیدري، د ترکمنستان د ټرانسپورټ او اوسپنې پټلۍ له استازو سره په انلاین غونډه کې د لاجورد لارې له لارې د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لېږد په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د لاجورد لارې پر ستراتیژیک اهمیت او له دې لارې د سوداګریزو توکو د انتقال د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار شوی دی. همدارنګه دواړو لورو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه بحث کړی دی. په ناسته کې د ټرانسپورټي شرکتونو او موټرچلوونکو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو او د همکارۍ پر پراخولو هم خبرې شوې دي.




































