د معیار او کیفیت د ادارې عمومي رییس ملا فیضالله تمیم اذربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د دولتي شرکت «سوکار» له مسوولینو سره کتنه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان لوري د سفر په جریان کې د «سوکار» شرکت د نفتو تصفیې له فابریکو او همدارنګه د کیمیاوي سرې د تولید له کارخونې څخه لیدنه وکړه. د خبرپاڼې له مخې، د «سوکار» شرکت مسوولینو ژمنه وکړه چې افغانستان ته به د لوړ کیفیت لرونکو نفتي موادو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.




































