د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په مطبوعاتي غونډه کې د امريکا د دفاع وزارت په تور لېست کې د چيني علمي څېړنيزو ارګانونو د شاملېدو له امله ناخوښي او له امريکايي لوري سره يې مخالفت څرګند کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت د جولای په ۲۳ مې نېټې د بهرنيو علمي څېړنيزو ارګانونو د تور لېست نوی بڼه خپره کړې، چې پکې یو شمېر چيني علمي څېړنيز ارګانونه يې هم اضافه کړي دي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په دې اړه ويلي، چې امريکا د ملي امنيت تعریف ډېر پراخ کړی او پر همدې پلمې يې تبعیضي خنډونه رامنځته کړي، د علمي څېړنې همکاري يې سیاسي او وسله واله کړې او د وسلې په توګه ترې استفاده کوي او دغه کړنه يې د علمي ټېکنالوژۍ په نوښت کې د همکاريو له نړيوال رجحان سره په ټکر کې ده.
هغه زیاته کړې، چين له امريکا غواړي چې پر چیني علمي څېړنیزو ارګانونو بې اساسه تورونه ودروي، خپلې تېروتنې ژر سمې کړي او له چیني علمي څېړنيزو ارګانونو سره مساوي، عادلانه او غير تبعيضي چلند وکړي.





























