د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د روانې میاشتې په ۲۸مې نېټې په بېجینګ کې د نړیوال پرمختګ وړانديز د پنځمې کلیزې په مناسبت په لوړپوړې غونډې کې ګډون او وینا کړې ده.
نوموړي ويلي، د چین دولت رئیس شي جين پينګ پنځه کاله وړاندې د نړۍ د پيشرفت د راتلونکي لوري په اړه د نړیوال پرمختګ وړانديز وکړ او د نړۍ د پرمختګ د بيا غوړېدو لپاره یې د چين حللاره وړاندې کړه، چې تر دې دمه یې دوامدار خدمتونه کړي دي.
وانګ يي ويلي، د نړيوال پرمختګ وړانديز په تېرو پنځو کلونو کې لارښوونکی رول لوبولی، په رڼا کې يې د مختلفو برخو د نړيوالو همکاريو میکانیزمونه ښه شوي او د عملي همکاريو پایلې يوې په بلې پسې رامنځته شوې دي او په خبره يې، د نړیوال پرمختګ وړانديز د نړۍ په اوسني پیچلي او بې ثباته وضعیت کې ډېر زيات اهميت لري.
هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د پرمختګ بیرغ پورته او د ملګرو ملتونو د پراختیا اجنډا او د نړیوال پرمختګ وړانديز ترمنځ ادغام ته وده ورکړي. وانګ يي په دې اړه څو وړانديزونه کړي:
۱- نړيواله ټولنه دې خپلمنځي يووالی او همکارۍ پياوړې او د سولې او پرمختګ لپاره چاپېريال برابر کړي.
۲- نړيواله ټولنه دې عملي انسجام راټول او د ۲۰۳۰م کال د پرمختيا اجنډا دې ژر پلې کړي.
۳- نړيواله ټولنه دې د نوښتګر پرمختګ د اېنجن د پیاوړتیا لپاره ور خلاصون او متقابلو زده کړو ته دوامداره وده ورکړي.
۴- نړيواله ټولنه دې څو اړخیزم عملي کړي او د نړيوال حکومتولۍ سیسټم دې ښه کړي.





























