اسرائيل ټايمز ورځپاڼې د جولای په ۲۹مې نېټې خبر ورکړی، چې د دې هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې د ایران د وضعیت په اړه ((درې احتمالي حالات)) وړاندې کړي، خو د کومې مشخصې ستراتیژۍ یادونه یې نه ده کړې.
نتنیاهو له لوړپوړو امریکايي چارواکو سره په لیدنو کې ویلي، چې اسرائیل به په تدریجي ډول د امریکا پر مرستو خپله تکیه کمه کړي.
هغه له ټرمپ سره په خبرو کې د ایران په اړه ((درې احتمالي حالات)) څرګند کړي:
۱- اسرائیل او ایران دې ډیپلوماتیکه هوکړه وکړي.
۲- که د دواړو هېوادونو ترمنځ کومه هوکړه نه کېږي، نو امریکا دې د اقتصادي بندیزونو له لارې پر ایران فشار ته دوام ورکړي، خو بیا دې جګړه نه پیل کوي.
۳- اسرائيل به پر ایران یو ځل بیا پراخ بریدونه وکړي.
راپور زیاتوي، امریکا ته د نتنیاهو د دې سفر موخه دا نه وه، چې ټرمپ دې پر ایران بریدونه بیا پیل کړي.





























