د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د کرنې وزارت د لارښوونې له مخې به د کوکنارو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره د دغه ولایت په خوست، پلحصار او تاله او برفک ولسوالیو کې پر ۱۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه بڼونه جوړ شي. د ریاست د ترویج مدیر عبدالله نیازي ویلي، په دغو ولسوالیو کې به ۱۲۰ بڼونه جوړېږي چې هر یو به یو جریب مساحت ولري. د نوموړي په وینا، د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په موخه به سږکال د بغلان کروندګرو ته شاوخوا ۵۵ مټریک ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه هم ووېشل شي، څو د غنمو تولیدات زیات او پر وارداتو تکیه کمه شي.





























