په کندهار کې سږ کال د انګورو حاصلات څه باندې ۲۲۵ زره ټنه اټکل شوي، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندښت له امله تر اوسه د دغه ولایت انګور بهرنیو بازارونو ته نه دي صادر شوي. بڼوال او سوداګر وایي، د صادراتو درېدو له امله د انګورو بیې راټیټې شوي او دوی له مالي زیانونو سره مخ دي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وایي، انګور د ساتنې محدوده موده لري او د اوږدو لارو لپاره مناسب نه دي، نو د صادراتي لارو نشتوالي سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي. د کندهار کرنې ریاست وایي، سږ کال د دغه ولایت له ۲۰ زره او ۵۰۰ هکټاره باغونو څخه د ۲۲۵ زره او ۵۰۰ ټنه انګورو د راټولولو اټکل شوی، چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.





























