د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېنډيپي)وايي، مالي سرچینو ته نهلاسرسی په افغانستان کې د کاروبارونو پر وړاندې له اصلي خنډونو څخه دی. دغه ادارې ویلي، په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره د اعتباري تضمین له طرحې ملاتړ کوي. د یواېنډيپي په وینا، د ملګرو ملتونو د پانګونې د پراختیا صندوق او افغان اعتباري تضمین بنسټ په ملاتړ یې له ۲۰۲۴ کال راهیسې له پور ورکوونکو سره مرسته کړې، څو کوچنیو سوداګریزو شرکتونو ته پورونه ورکړي. د دغو ادارو د معلوماتو له مخې، تر اوسه کوچنیو او منځنیو شرکتونو ته ۲۳ زره او ۷۰۰ پورونه ورکړل شوي او له ۷۱ میلیونه ډالرو ډېره خصوصي پانګه راټوله شوې ده.






























