د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير عالمي بلخي د يو پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد ته رسېدلى دى. د دې وزارت مرسیتال ویاند رضا باهر ویلي، چې په دغه پلاوي کې د دغه وزارت يو شمېر اړوند رييسان هم شامل دي. رضا وايي چې په اسلام اباد کې به د کډوالو په اړه څو اړخيزې غونډې کېـږي چې په کې افغان پلاوى هم ګډون کوي. د نوموړي په وينا، د کډوالو په اړه څلور اړخيزه د افغانستان، پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ بله درې اړخيزه غونډه د افغانستان، پاکستان او ايران ترمنځ همداراز بله درې اړخيزه غونډه، د افغانستان، ايران او د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ، بله درې اړخيزه د افغانستان، پاکستان او کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ او بله دوه اړخيزه غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ کېږي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال وياند وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کېدونکې غونډه کې به په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د قانوني اوسېدنې مودې پر غځولو خبرې کېږي او هيله يې څرګنده کړه چې پاکستان به دا موده وغځوي.