شرق د لوړو زده کړو موسسې د لومړي ځل لپاره د یوه تعلیمي مرکز په توګه په ۲۰۱۰ ز کال کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت پیل کړ. د دې موسسې علمي مرستیال ښاغلی زین الله ساپی وایي، هغه وخت یې په دې علمي مرکز کې په دریو برخو، انجنیري، کمپیوټر ساینس او د پېښو د خطرونو راټیټولو په برخه کې د دوو کلنو پروګرامونو په درلودلو سره محصلینو ته زده کړې ورکولې. په ۲۰۱۲ ز کال کې یې خپله موسسه له لوړو زده کړو وزارت سره عملاً ثبت کړه او نوموړي وزارت ورته د لوړو زده کړو په برخه کې د فعالیت جواز ورکړ. ښاغلی ساپی وایي، د لوړو زده کړو په برخه کې یې له پیل سره سم دوه پوهنځي (ساینس او اقتصاد) د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د دې موسسې په چوکاټ کې فعال کړل. دی وایي، ساینس پوهنځي یې دوه ډېپارټمنټونه (کمپیوټرساینس او د پېښو د ګواښونو راټیټولو) ډېپارټمنټونه درلودل، په اقتصاد پوهنځي کې یې (اداره او تجارت) ډېپارټمنټ درلود او په همدې پوهنځیو کې یې محصلین جذب کړل.
دغه موسسه له پيله تر اوسه همدا دوه پوهنځي او دری ډېپارټمنټونه لري. د ښاغلي ساپي په خبره، په ۲۰۱۷ ز کال کې یې لږ تر لږه ۹۰۰ محصلین درلودل. نوموړی وایي، او سمهال شرق د لوړو زده کړو موسسه په خپلو دوو پوهنځیو کې د ۷۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري، چې ۹۳ سلنه یې نارینه او پاتې نور یې ښځینه محصلین دي. ډېری پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې هڅه کوي چې کال په کال یې د پوهنځیو او محصلینو شمېر زیات شي، خو دا چې ولې د تېرو دوو کلونو په پرتله د شرق د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو شمېر کم شوی دی، په اړه یې ښاغلي ساپي څه ونه ویل.
له پیله تر اوسه پورې شرق د لوړو زده کړو موسسې له خپلو فعالو پوهنځیو څخه لږ تر لږه ۴۰۰ محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې ډېر یې اوس په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي. دا چې افغانستان یو له هغو هېوادونو شمېرل کېږي، چې وخت ناوخت په کې طبیعي پېښې رامنځ ته کېږي، نو د پېښو د خطرونو راکمولو څانګې ته په دې برخه کې ډېره اړتیا لیدل کېږي. له دې پوهنځي څخه فارغ محصلین کولی شي چې خلکو ته د زلزلې، سېلاب، غره ښویېدنې او نورو طبیعي پېښو پر مهال د ځان ساتلو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
شرق د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۳۹ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي. د ښاغلي ساپي په خبره، د لوړو زده کړو وزارت لایحه ده چې باید د پوهنتونونو استادان هغه که د دولتي وي او یا هم خصوصي وي، لږ تر لږه د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري. دی وایي، دری تنه استادان یې د دوکتورا، ۱۵ یې د ماسټرۍ او پاتې ۲۱ نور یې بیا د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې په نږدې راتلونکې کې یې هغه استادان چې لېسانس دي، په کور دننه او یا هم بهر کې د ماسټرۍ په پروګرامونو کې شامل شي.
دغه موسسه د کابل پر مرکزي پوهنتون سربېره، په کابل ښار کې له فعالو لږ تر لږه ۸۰ خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري. د دې موسسې علمي مرستیال وایي، له کابل پوهنتون سره د یوې هوکړې له مخې د دې پوهنتون د پېښو د خطرونو راکمولو برخې له کریکولم او تجربو څخه ګټه اخلي، د موسسې محصلین یې د عملي زده کړو لپاره هلته ورځي او دغه راز د دې پوهنځي محصلین کله کله په هغو ورکشاپونو کې برخه اخلي، چې د شرق د لوړو زده کړو په موسسه کې جوړېږي. ښاغلی ساپی وایي، تېر کال د کابل پوهنتون د پېښو د د خطرونو راکمولو څانګې محصلینو په هغه لس ورځني ورکشاپ کې ور سره برخه واخیسته، چې د شرق لوړو زده کړو په موسسه جوړ شوی و. د دې ترڅنګ، شرق د لوړو زده کړو موسسه د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې غړیتوب هم لري، چې وخت ناوخت په اتحادیه کې د غړو پوهنتونونو او لوړو زده کړو له موسسو سره په اړیکه کې دي او خپلې تجربې سره شریکوي.
دغه موسسه د خپلو محصلینو لپاره مجهز کتابتون لري، چې د فعالو پوهنځیو ټول کتابونه پکې موجود دي او تر څنګ یې د مطالعې لپاره پراخ او منظم ځای هم لري، چې محصلین کولی شي وخت ناوخت له دې کتابتون څخه ګټه واخلي، مطالعه او څېړنه پکې وکړي. ښاغلی ساپی وایي، پر دې کتابتون سر بېره، په کابل مرکزي پوهنتون کې د افغانستان د معلومات له مرکز سره یوه هوکړه لري، چې په هغه مرکز کې د پېښو د خطرونو د راکمولو په برخه کې لږ تر لږه ۳۰ زره کتابونه شته او د شرق د لوړو زده کړو موسسې محصلین کولی شي په انلاین ډول دغه کتابتون ته ننځوي او د خپلې اړتیا وړ کتابونه په وړیا ډول ډانلوډ کړي.
د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د ورځې په دریو وختونو کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده. ښاغلی ساپی وایي، دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې ډېری هغه کسان نوملیکنه کوي، چې تر څنګ یې پر نورو کارونو هم بوخت وي، نو هڅه یې کړې ده چې د محصل اړتیا ته په کتو ورته درسي ساعتونه هم برابر کړي. دی وایي، سهار وختي له پنځو تر اتو، له نهو تر دوولسو نیمو او درېیم ټایم یې هم د مازدیګر په پنځو بجو پیلېږي او د ماخوستن تر اتو بجو پورې دوام کوي.
شرق د لوړو زده کړو موسسې د اکاډمیکې فضا رامنځ ته کولو تر څنګ، د عملي زده کړو په برخه کې هم د خپلو محصلینو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي، چې په دې برخه کې یې تر اوسه پورې دری محصلین د لا نورو زده کړو او تجربو تر لاسه کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته استولي دي او دغه لړۍ به دوام ولري. د دې موسسې اداره وايي، غواړي په راتلونکي کې د سپورت کمېټه او د کمپیوټرساینس او ادارې او تجارت پوهنځیو محصلینو ته د عملي زده کړو په برخه کې د سافټویرونو جوړولو او تجارتي اندونو شریکو کمېټې هم جوړې کړي. دغه موسسه چې د یوې بلې مرستندویه موسسې لخوا یې ملاتړ کېږي، د خپلو محصلینو لپار بېلابېل تخفیفونه لري. ښاغلی ساپی وایي، د ممتازو محصلینو، بېوزلو، معلولو او یا هم هغه کسان چې د کوم بنسټ له لوري دوی ته ورپېژندل شوي وي، بېلابېل تخفیفونه لري.
ښاغلی ساپی وایي، دا چې موسسه یې نیمه دولتي او په لوړو زده کړو وزارت کې رسماً ثبت شوې ده، نو له فراغت سره سم محصل ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي تحصیلي اسنادونه ورکوي، څو محصل ترې په اړونده برخه کې ګټه واخلي. دی وایي، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ توپیر نه ویني، خو دا چې دولتي پوهنتونونو ډېر کار کړی او اوس یې د ځان لپاره ځای پیدا کړی دی، نو د وخت په تېرېدو سره به د خلکو له ذهنه دا خبره ووځي چې ګواکي د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ کوم توپیر موجود دی، ځکه نن سبا په نړۍ کې مخکښ پوهنتونونه همدا خصوصي پوهنتونونه دي.
د دې موسسې اداره وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې د حقوقو، ښوونې او روزنې او دغه راز د کرنې پوهنځي د منظورۍ غوښتنلیکونه سپارلي، چې باید په راتلونکي کې یې ولري، خو دا چې د افغانستان نفوس کم او د پوهنتونونو شمېر پکې زیات دی، نو ولسمشر د نویو پوهنتونونو او په پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو د جوړېدو کارونه ځنډولي دي. ښاغلی ساپی وایي، که ولسمشر یو ځل بیا د نویو پوهنځیو د جوړېدو امر وکړي، د پورته ذکر شویو پوهنځیو جوړول یې په لومړیتوبونو کې دي.
د شرق د لوړو زده کړو موسسې مشرتابه وایي، یوازینۍ ستونزه یې د ځای نشتوالی او لوړه مالیه ورکول دي. دوی وایي، لوړو زده کړو وزارت باید د مکافات او مجازات پروسه په سمه توګه عملي کړي، هغه پوهنتونونه چې پر شرایطو برابر خدمتونه وړاندې کوي، باید د نویو پوهنځیو د جوړولو اجازه هم ورکړل شي او هغه پوهنتونونه چې ټاکلي شرایط یې نه دي پوره کړي او د نورو خصوصي پوهنتونونو لپاره هم پر مخ تور داغ ګرځېدلي، قانوني چلند ورسره وشي، څو خصوصي پوهنتونونه خپل ارزښت وساتي.