د ملکي وګړو د وژنو په لړ کې یو ځل بیا ګډو ځواکونو په وردګو کې عملیات کړي چې ۱۴ ملکي وګړي یې وژلي او څو نور کسان یې له ځان سره بېولي دي. سیمه ییز خلک وايي چې ډېری وژل شوي ملکیان دي، خو چارواکي وايي طالبان یې وژلي دي. وروستۍ ویډیوګانې هم ښيي چې په پېښه کې ملکیان وژل شوي دي. څو ورځې وړاندې هم ګډو ځواکونو په وردګو کې پر یو روغتون برید وکړ چې څلور روغتيايي کارکوونکي یې ووژل او یو بل یې له ځان سره یووړ. په همدغه شپه په یو بل هوايي برید کې په بغلان کې یوه مور او د هغه شپږ ماشومان هم ووژل.
حکومت د دې ټولو بریدونو پر وړاندې چوپ دی. نه یې د مخنیوي لپاره څه کوي او نه یې هم عاملانو ته د جزا خبره کوي. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې حکومت ولې د خپلو وګړو د وژنې پر وړاندې داسې پټه خوله دی؟
د ملکي وګړو وژنه په دې وروستیو کې بېخي زیاته شوې ده. تازه د امریکا دفاع وزارت ویلي، په افغانستان کې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۳۱۶۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پنټاګون په خپل تازه راپور کې ویلي، د یادو ملکیانو له ډلې ۹۵۰ تنه وژل شوي او ۲۲۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي. نورې خپلواکې سرچینې بیا دا شمېر تر دې لوړ ښيي.
د ملکي وګړو زیاته مرګ ژوبله د حکومت او بهرنیو ځواکونو له خوا ده چې له امله یې حکومت له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو لا هم حکومت دې چارې ته اهمیت نه ورکوي. که څه هم حکومت پخوا د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب د کړنلارو او پلانونو خبره کړې وه، خو نه یوازې دا چې ملکي مرګ ژوبله کمه نه شوه، بلکې ورځ تر بلې زیاتېږي. په تېرو کلونو کې به چې نړیوالو سازمانونو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره جوړو شوو سازمانونو رپوټونه خپرول، تل به یې طالبان او نور وسله وال د زیاتې ملکي مرګ ژوبلې لامل ګڼل، خو اوس وايي چې تر وسله والو طالبانو ډېر ملکي وګړي حکومت او امریکايي ځواکونو وژلي دي.
حکومت په داسې حال کې د ملکي وګړو وژنې زیاتوي او پر وړاندې یې بې تفاوته دی چې له یوه اړخه د سولې خبرې روانې دي او له بله اړخه د جګړې پر اړخونو فشار دی چې ملکي مرګ ژوبله او تاوتریخوالی کم کړي.
داسې ښکاري چې د دغو وژنو اصلي لاملین بهرني ځواکونه دي. یا لږ تر لږه د هغوی په خوښه او غوښتنه دا بریدونه کېږي. واضح ده چې دا بریدونه او د ملکي وګړو دا ډول وژل د حکومت له اوس او راتلونکي سره مرسته نه کوي، نو ځکه ویلی شو چې دا بریدونه د بهرنیانو د موخو لپاره کېږي. امریکا ښايي د دې لپاره چې پر طالبان فشار راوړي، یا هم د دې لپاره چې د طالبانو د نظامیانو او سیاستوالو ترمنځ واټن پیدا کړي او یا هم د کوم بل هدف لپاره غواړي ملکي وګړي په داسې وحشت سره ووژل شي.
د ملکي وګړو وروستۍ مرګ ژوبله په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده. خلک به یې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او هغوی چې له خلکو سره په دغه دښمنۍ کې ښکېل دي، د دغو وحشتونو درنه بیه به پرې کړي.