فکر کول ژوند اسانه کوي، انسانانو ته د ژوند لارې او ګودرې ښيي، په کومه لاړ شي، څه وکړي، له چا سره مفاهمه وکړي، له چا سره سلا وکړي او د خپل ژوند مخکې وړو او پرمختګ لپاره کومې لارې وکاروي. د ژوند د پرمختګ او بريا لپاره راځئ لومړی ځان وپېژنو.
موږ څوک يو، څنګه، څومره او ځواک مو څومره دی؟ که دا هرڅه وپېژنو، ځان پېژندلی شو او پوهېدی شو چې ستونزو ته څنګه ماتې ورکړو او «نشم کولای» ته څنګه «کولای شم» ووايو.
نو که موږ پياوړي او پر ځان واکمن وو، نو هر ناشونی کار شونی کولی شو، د دغو ناشونيو کارونو لپاره بايد څه وکړو، ځواب يې جوت او څرګند دی چې بايد د خلکو له تجربو يو څه زده کړو، ځکه چې تجربه د علومو مور ده او موږ د خلکو له تجربو د ښه ژوند کولو او د ژوند پر ستونزو بريالي کېدای شو.
په دې برخه کې تر ټولو ډېره ونډه ځوانان اخيستی شي، که ځوانان پر خپل فکر او هوډ واکمن وي، کولای شي د ښه ژوند لپاره ښه امکانات برابر کړي، هرې ستونزې ته ماتې ورکړي او ښه ژوند وکړي. ژوند د خدای ج یوه په زړه پورې ډالۍ، نعمت او رحمت دی. ژوند ښکلی دی او زموږ په کلک هوډ سره نور هم ښکلی کېدای شي. که په ژوند کې موخه ولرو او له مهالوېش سره سم ژوند وکړو، لرې به نه وي چې په ډېرې اسانۍ له هغو ستونزو ځان وباسو چې ورسره مخ يو. په نن کې ژوند وکړئ او همدا نن یو غنیمت وګڼئ، کوم ټکی چې زموږ په ژوند کې ډېر اړین او مهم دی، هغه زموږ او ستاسې لیدلوری دی.
د ژوند د پرمختګ، نوښت او هر اړخيزې ودې لپاره د غوره فکر غوره ژوند چې د جوئل اوستین اثر دی او ځوان ليکوال او ژباړن حسيب الرحمن ساحل ژباړلی دی، ولولئ. نوموړی کتاب لس څپرکي لري او په ۱۷۶ مخونو کې راټول شوی دی.
په کتاب کې پر دې غوره عنوانونو بحث شوی: ذهن مو له سره پروګرام کړئ، د حذف (پاکېدو) بټنې کېکاږل زده کړئ، ښه زړي (تخمونه) وکرئ، سافټ ويرونه مو بیا پروګرام کړئ او هغه جګړه چې ستاسې په ذهن کې اور بلوي.
سنګرونه ماتېږي. په پورته غوره عنوانونو کې د ټولنې پاړکي دې ته هڅول شوي، چې پر خپل ذهن کار وکړي، زده کړي چې منفي فکر بېرته پاکولای شي، کولای شي د منفي فکر پر ځای مثبت فکر ته وده ورکړي او له خپل ذهن څخه د يوه کمپيوټر په څېر چې يو څه ترې پاکوی شو او يو څه ور زیاتوی شو، کار واخلي.
د کتاب په سريزه کې راغلي دي: «که خپله حرکت ونه کړی، نور مو حرکت ته نه پرېږدي. هڅه وکړئ چې خپلې وړتیاوې خپله و ازمايی او معلومه کړئ چې ځواک مو څومره دی او څومره توانايي لری. کله چې خپله توانايي او ځواک درته معلوم شي، کولای شی همدا ځواک او توانايي ورځ په ورځ زياته کړی او يوه ورځ به داسې يوه پوړ ته رسېږی، چې تر دې وړاندې به يې تر سره کول درته ناشوني ښکارېدل. چاته اجازه مه ورکوئ چې منفي لور ته مو کش کاږي، ځکه چې منفي فکره خلک هڅه کوي چې پر تاسې منفي لېبلونه ووهي او د پرمختګ مخه مو ونیسي».
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.