د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جو بایډن تازه ویلي چې افغانستان باید دری ټوټې شي او فدرالي حکومت دې پکې جوړ کړل شي. بایډن ویلي چې افغانستان په اوسنۍ بڼه د جوړېدو نه دی. نوموړي زیاته کړې چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه و ایستل شي او پر ځای دې یې امریکا په پاکستان کې سترې نظامي اډې جوړې کړي. بایډن وايي، د اړتیا پر مهال به امریکايي ځواکونه له پاکستان څخه په افغانستان کې نظامي عملیات کوي.
جوبایډن په ډیموکراتو کاندیدانو کې مخکښ دی او داسې اټکل کېږي چې هغه به په راتلونکو ټاکنو کې له خپل جمهوري غوښتونکي سیال سره میدان ته را وځي. تر دې وړاندې هم پخوانیو او اوسنیو امریکايي چارواکو د افغانستان په تړاو همداسې څرګندونې کړې دي. د کانګرېس ځینو غړیو په عملي ډول د افغانستان د فدرالي کېدو او آن تجزیې لپاره هلې ځلې کړې دي. آن د امریکا اوسني ولسمشر د ځمکې له نقشې د افغانستان د ورک کولو او د لسو میلیونو افغانانو د وژلو ګواښ کړی و.
د امریکايي چارواکو دا ډول څرګندونو ته زموږ غبرګون تل یوازې د الفاظو تر بریده احساساتي غبرګون وي. دغه ډول څرګندونو او دریځونو ته زموږ غبرګون باید ډېر شعوري، معقول، ژور او عملي وي. د یو مناسب او معقول غبرګون لپاره، دا مریکا له اړخه له هر داسې پیغام سره سم موږ باید درک کړو چې امریکایان زموږ اصلي دښمنان دي. موږ د دوی د ګټو لپاره په اور کې سوځېږو او دوی نه غواړي چې دا اور ختم شي. همدا فکر باید عام شي او هر افغان باید امریکا ته د دښمن په سترګه وګوري. له دې سره په څنګ کې باید موږ خپلمنځي فاصلې کمې او ختمې کړو. موږ باید پوه شو چې تر هر سیاسي او آن وسله وال افغان مخالفت څخه زموږ لپاره امریکا بده او خطرناکه ده. زموږ سیاسي او وسله وال مخالف زموږ ورور دی، باید ورسره خبرې وکړو، باید غوښتنې یې واورو او باید د بهرنیانو د خوشالولو لپاره د خپل ورور پښې ونه وهو. حکومت باید درک کړي چې طالب افغان دی، د دې خاورې او وطن دښمن نه دی او تر امریکا زموږ لپاره زر ځله ښه دی. همداسې طالب باید درک کړي چې اصلي دښمن افغان نه دی، افغان حکومت نه دی، بلکې اصلي دښمن بل دی. امریکا زموږ د سولې، امن، ارزښتونو، پرمختګ، خوشالۍ او سوکالۍ اصلي دښمنه ده. امریکا ده چې زموږ د وژلو، فدرالي کولو، تجزیه کولو او د نړۍ له نقشې د ورک کولو فکر لري. امریکا ده چې زموږ د امن او سولې پر وړاندې یې اصلي خنډ جوړ کړی دی، هره ورځ موږ وژني او جګړه غځوي.
له همدې امله افغانان باید د امریکايي چارواکو او نورو سیاستوالو ناوړه خبرو ته عملي غبرګون وښيي. عملي او معقول غبرګون دا دی چې له خپل افغان ورور سره دښمني پرېږدو، یو بل ته لاس ورکړو او ټول په ګډه د امریکايي دسیسو او شومو پلانونو پر وړاندې ودرېږو. همدا شعوري او عملي غبرګون دی. له دې پرته غبرګونونه بې ګټې احساسات دي چې زموږ ستونزې نه حلوي.