د هلمند په موسی کلا کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې تر ۴۰ د ډېرو ملکي وګړو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي. که څه هم حکومت د وسله والو او آن د بهرنیو وسله والو د وژلو ادعا کوي، خو رسنیو ته د وژل شوو ماشومانو او نورو بېګناه وګړو تصویرونه او ویډیوګانې رسېدلي دي. ځايي خلک چې پرون یې په موسی کلا کې لاریون هم کړی و، وايي چې ټول وژل شوي ملکي وګړي دي او برید تر واده وړاندې د نکریزو د شپې لپاره پر را ټولو شوو خلکو شوی دی. حکومت د دغه برید په اړه متفاوتې ادعاوې وکړې. د ملي امنیت ریاست ادعا کړې ده چې په برید کې یې د القاعده پنځه بهرني جنګیالي وژلي دي، خو د هلمند د والي ویاند بیا پرون ویلي وو، چې د شپږو بهرنیانو په ګډون ۱۴ وسله وال وژل شوي دي. دفاع وزارت بیا بله ادعا کوي او وايي چې ۲۲ بهرني وسله وال مو وژلي او ۱۴ نور ژوندي نیول شوي دي.
په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو، بمباریو، شپنیو عملیاتو او چاپو کې په بې ساري ډول د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده. غني او ملګري یې چې په ټاکنیز موډ کې دي، د خلکو د راضي کولو لپاره د دغو وحشتونو د مخنیوي خبره کوي، خو د دوی له ژمنو سره سره، د افغان بېګناه وګړو، ښځو او ماشومانو عام وژنه روانه ده. دلته دوه بحثونه دي. لومړی دا چې ولسمشر غني او نور حکومتي مشران د دغو وحشتونو د مخنیوي اراده نه لري. دوی غواړي خلک همداسې ووژل شي، وحشت وشي، پر خلکو کورونه ور ونړول شي، ښځې او ماشومان په نیمه شپه کې په وحشت ووژل شي. دا چاره دوی په خپله ګټه ګڼي او ورته مهمه نه ده چې د دې خاورې ښځې او ماشومان په څومره وحشت سره وژل کېږي. دویم دا چې ښايي دوی د دغو بریدونو او وحشتونو د مخنیوي توان ونه لري. په افغانستان کې دغه ډول بریدونه او وحشتونه یا مخامخ امریکایان کوي او یا یې هم د سي ای اې هغه جنګیالي کوي، چې په ظاهره یې په افغان امنیتي ځواکونو پورې تړلي دي، خو د امنیتي ځواکونو برخه نه دي. په دواړو حالتونو کې ولسمشر او ملګري یې نه یوازې دا چې د دغو بریدونو په تړاو پړه دي، بلکې د جرم او جنایت شریکان دي او د خپلو خلکو پر وړاندې مسوول دي. که ولسمشر ته د خلکو ژوند مهم نه وي او دروغ وايي، وحشت او وژل یې خوښېږي، نو دا نه بښل کېدونکی جنایت دی او ولسمشر د دې خاورې او خلکو دښمن دی. که ولسمشر د دغو بریدونو مخنیوی نه شي کولی، خلکو ته دروغ وايي، بیا هم مسوول دی او باید حساب کتاب ورسره وشي.
اوس هغه وخت دی چې حکومت، غني، عبدالله او نورو چارواکو ته کرښه را وکاږل شي، چې یا دې د دغو جنایتونو مخنیوی وکړي او یا به د جنایتونو شریک او مسوول ګڼل کېږي، خلک به د دښمن په سترګه ورته ګوري، حساب کتاب به ورسره کوي او دا خاوره به د جنایتکارانو او د هغوی له مزدورانو پاکوي.