په شینوارو کې له وروستي وحشیانه برید وروسته، یو ځل بیا حکومتي چارواکي ژمنه کوي چې هلته به د داعش پر ضد عملیات کوي او سیمه به امن کوي. پرون ولسمشر غني هسکې مېنې ته ورغلی و او هلته یې له خلکو سره بیا ژمنې کړې دي. هغه ویلي چې شوی برید یوه فاجعه وه، چې په وینا یې عاملین به ونیسو او جهنم ته به یې ولېږو. اشرف غني ویلي چې د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې به د ابادۍ او د امنیت د ټینګښت لپاره کوټلی پروګرام جوړ کړي، چې ورسره به د داعش او طالبانو جرړې له دغو ولسوالیو وباسي.
ایا له شینوارو سره کېدونکې ژمنې عملي کېږي؟ ایا د داعش او داعش ضد عملیاتو کې قرباني شوي شینواري به د ارامۍ ساه واخلي؟ ایا شینوارو ته امن ور ګرځي؟ ایا هغه ژمنې عملي کېږي چې یو ځل بیا له شینوارو سره وشوې؟
څلور کاله کېږي چې پر شینوارو داعشي بلا واکمنه ده، کله یې سپینږیري پر بمونو الوځوي، کله یې ماشومان په زانګو کې په برچو وهي، کله یې په جومات کې ځانمرګی کوي، کله یې په واده او خوښۍ برید کوي او کله یې هم په هدیره او ښوونځي وحشي داعشیان ورځي او د بې ګناه شینوارو وینې او غوښې خوري. یوازې داعشیان نه دي، بلکې د داعش ضد جګړه کې هم شینواري ډېر قرباني شوي دي. د داعش پر ضد په ډراماتیکه جګړه کې د مظلومو شینوارو قرباني کمه نه ده. د بمونو مور د همدوی پر خاوره وکارول شوه، هر ډول وسلې هلته و ازمویل شوې، د دوی پر ځمکه او هوا لسګونه او سلګونه عملیات شوي، د دوی ښوونځي بمبار شوي، سپینږیري او داعش ضد وسله وال یې له هوا په نښه شوي، د داعش په نامه یې پر کورونو چاپې اچول شوې، ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي یې شهیدان شوي دي. پر هغوی د داعش په نامه برید شوی چې د شپې یې اوبه لګولې، یا یې جلغوزي ټولول او یا یې هم سفر کاوه. له همدې امله د شینوارو مظلوم خلک هم د داعش په وحشتونو کې سوځېدلي او هم په هغو ډراماتیکو ګامونو کې چې د داعش پر ضد اخیستل شوي دي.
هر ځل چې وحشت شوی، غندل شوی، خواخوږي ښودل شوې، برید او چاودنه جنایت ګڼل شوې، له خلکو سره د امنیت، ثبات او بیارغونې په برخو کې د مرستې ژمنې شوې دي. هر ځل د داعش د نابودۍ ژمنه شوې، هر ځل ویل شوي چې نور به شینواري امن شي، خو ستونزې نه یوازې حل شوې نه دي، بلکې زیاتې شوې دي. اوس چې یو ځل بیا ولسمشر غني هسکې مېنې ته ورغلی او هلته یې له شینوارو سره ژمنې کړې دي، دا هم تشې هوايي خبرې دي. هسې د ولسمشر نږدې ټولې ژمنې هوايي خبرې او نه عملي کېدونکې وې، خو د شینوارو په شان له مظلومو خلکو سره کړې ژمنې خو نه پخوا پوره شوې او نه یې هم اوس د پوره کېدو شونتیا شته. ځینې ظاهري او سمبولیک کارونه به وشي، خو داعش به همغسې وحشتونه کوي او شینواري به له همداسې ظلمونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.