یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

له ملکیانو سره جګړه

نوومبر 5, 2019
in دریځ
0 0

په دې وروستیو کې یو ځل بیا ملیکانو ته مرګ ژوبله او زیانونه زیات شوي دي. دواړه لوري په خپلو جګړو، عملیاتو، چاودنو او بمباریو کې ملکیانو ته مخامخ مرګ ژوبله اړوي. د وسله والو طالبانو له خوا په ځای پر ځای شوو بمونو کې بې ګناه ملګي وګړي، ښځې او ماشومان وژل کېږي. همدا په دوو ورځو کې په تخار او بغلان کې د دوی له خوا ځای پر ځای شوو بمونو تر شلو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې. په تخار کې د ښوونځي شپږ ماشومان پر یو ماین وختل او ووژل شول، په بغلان کې بیا پر یو بل ماین ملکي وګړي ور برابر شوي چې اته تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. له همدې سره پر یو وخت په حکومتي عملیاتو کې هم پراخه مرګ ژوبله اوړي. په دې وروستیو کې په حکومتي عملیاتو کې په قصدي او شعوري ډول د ملکي وګړو لسګونه کورونه نړول شوي چې تصویرونه یې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي دي.

له بده مرغه ښکېل لوري د دې پر ځای چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي، هڅه کوي چې دا وحشتونه او جنایتونه توجیه کړي. دواړه لوري لومړی ملکي مرګ ژوبله نه مني او چې کله یې ومني، بیا هم داسې ګام نه اخلي چې د تکرار مخه یې ونیول شي. له بده مرغه دوی د ملکي وګړو ژوند ته اهمیت نه ورکوي. ښکېل لوري باید پوه شي چې د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو په وژلو سره د زور ښودل نه کوم اسلامي کار دی او نه هم کوم افغاني او انساني کار. د ښځو او ماشومانو وژل د کمزورو، ډارنو، بې اصولو او وحشي خلکو کار دی چې په هېڅ ډول نه توجیه کېږي. ځینې دا کار د تېروتنې یا بلې پلمې پر اساس توجیه کوي چې دا خپله جنایت او وحشت ته مشروعیت ورکول دي. په کلي او کور کې چې ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي پکې اوسیږي، بمباري او هوايي بریدونه تېروتنه نه ده، بلکې په قصدي ډول د ملکیانو وژنه ده. د یو یا څو طالبانو لپاره د ټول کور یا کلي بمبارول او نړول یوازې وحشت دی او بس. همداسې د خلکو د استوګنې او ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې پر یوه نظامي یا بل هر هدف برید وحشت دی. په هر هدف برید دا وحشت نه شي توجیه کولی. دا خبره چې ګواکې خلک دې له دغو مرکزونو لرې وي، غیر عملي ده او یوازې وحشت ته توجیه پیدا کول دي. له بله اړخه په عامو لارو کې د بمونو اېښودل هم د ملیکانو ژوند ته د نه پاملرنې یوه ښکاره نښه ده چې په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده.

د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاتیږي، خو له بده مرغه دواړه لوري د ملکیانو پر وړاندې ډېر بې توپیره چلند کوي او د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو په وژلو سره غواړي خپلو سیاسي موخو ته ورسیږي. ښکېل لوري چې د ملکي وګړو د خوندیتوب کومې چیغې وهي، واقعیت دا دی چې دا تش شعارونه دي او دوی ته د ملکي وګړو ژوند هېڅ ارزښت نه لري.

Share19Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In