جمعه, اپریل 24, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه تحلیل

د افغانستان خراب امنیتي وضعیت او د ولسي جرګې ټاکنې

د سيمه ييزو او ستراتيژيکو څېړنو مرکز

اکتوبر 16, 2018
in تحلیل
0 0
KABUL, AFGHANISTAN - MAY 21:  An Afghan security guard stands watch after a suicide bomber killed at least six people and wounded 23 more at a military hospital May 21, 2011 in Kabul, Afghanistan. The bomb went off in the cafeteria during lunchtime killing and injuring medical students and employees. The Taliban, who claimed responsibility, said they sent in two bombers to the ANA military hospital, which is in a heavily guarded area of the city. Kabul has remained relatively peaceful since early April when a suicide bomber attacked an Afghan army bus on the outskirts of the capital, wounding 10 soldiers and civilians.  (Photo by Paula Bronstein/Getty Images)

له ټاکنیزو اصلاحاتو را وروسته د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کول، د ملي یووالي حکومت له مهمو او لویو ژمنو څخه وو؛ خو د عملي کېدو لپاره یې د ملي یووالي حکومت له نږدې څلور کاله ځنډ وروسته اماده شو او د دغې پروسې عملي چارې یې پیل کړې.

د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو عملي پروسه داسې مهال پیلېږي چې په هېواد کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله خورا خراب شوی او د روانې جګړې له کبله هره ورځ د لسګونه کسانو ژوند اخیستل کېږي. همدې وضعیت ته په کتو سره د ټاکنو پر مهال د ګڼو نورو ستونزو سربېره، د هېواد خراب امنیتي وضعیت هغه ستره ننګونه بلل کېږي چې هم د ټاکنو پروسه ګواښي، هم رایه ورکوونکي او هم ولسي جرګې ته نوماندان.

د ولسي جرګې ټاکنې، د هېواد امنیتي وضعیت او د دغو ټاکنو پر وړاندې شته امنیتي ګواښونه او دا چې له دغو ټولو ننګونو سره ـ سره به د ولسي جرګې ټاکنې څومره سرتاسري او رڼې وي؟ دا هغه پوښتنې دي چې دلته یې د ځوابونو هڅه شوې ده.

د ولسي جرګې ټاکنې

په افغانستان کې د ولسي جرګې کاري دوره د اساسي قانون د ۸۳مې مادې د دویم بند له مخې د چنګاښ (سرطان) پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي. د اساسي قانون دغه ماده وايي: «د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه، د ټاکنو د پایلو له اعلان څخه وروسته پای ته رسېږي او نوې شورا په کار پیل کوي.»

د اساسي قانون د همدې حکم پر بنسټ د اوسنۍ ولسي جرګې کاري موده د ۱۳۹۴ ل کال د جوزا تر وروستیو پای ته رسېدلې او باید نوې ولسي جرګې یې پر ځای خپل کار پیل کړی وی؛ خو د ملي یووالي حکومت د خپلمنځي اختلافونو له کبله په ټاکلې نېټه د دغو ټاکنو په ترسره کېدو بریالی نه شو او د همدې ولسي جرګې کاري موده یې د بیاځلې ټاکنو د ترسره کېدو تر وخته وغځوله.

د دریو کلونو په تېرېدو بالاخره د ملي یووالي حکومت په دې بریالی شو چې د ۱۳۹۷ ل کال د میزان ۲۸مه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د وروستۍ نېټې په توګه اعلان کړي او د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره عملي کار پیل کړي؛ خو له دې ټولو سره سره د ټاکنو کمېسیون او سیاسي احزابو ترمنځ اختلافونه، په ټاکنو کې پر روڼتیا بې باوري او امنتیي ننګونې هغه څه دي چې روانې ټاکنې ګواښي.

ناامني؛ د ټاکنو پر وړاندې یوه ستره ننګونه

په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت او ورځ تربلې پراخېدونکې جګړه، د ولسي جرګې د ټاکنو پر وړاندې عملاً یوه ستره ننګونه ده. د نړیوالو ادارو د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان نږدې نیمایي خاوره د حکومت د وسله‌والو مخالفینو تر کنټرول لاندې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، په افغانستان کې د ناسم امنیتي وضعیت او روانې جګړې له کبله، یوازې په تېرو څلورو کلونو کې د دغه هېواد ۴۰ زره ملکي وګړو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د افغان دولت امنیتي بنسټونه د ټاکنو د هر مرکز د امنیت ساتنې په اړه ډاډ ورکوي او په وینا یې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب په موخه ۵۴ زره افغان پوځیان ګمارل شوي دي؛ خو خلک او د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو د امنیت په تړاو اندېښمن دي. ځکه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر له پیل سره، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو، عامو خلکو او نوماندانو لپاره امنیتي ګواښونه هم پیل شول چې له امله یې د هېواد په ډېری سیمو کې خلکو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه هم ونه کړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا په ټول افغانستان کې امنیتي بنسټونو ته د رای اچونې د ۷۳۸۴ مرکزونو د امنیت خوندیتوب وړاندیز شوی و؛ خو وضعیت ته په کتو سره افغان امنیتي ځواکونه یوازې د ۵۱۰۰ مرکزونو د امنیت په خوندیتوب توانېدلي دي. یعنې د خراب امنیتي وضعیت له کبله د هېواد په مختلفو سیمو کې، نږدې ۲۰۰۰ مرکزونه کم شوي دي.

دغه راز د هېواد په مختلفو ښارونو کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د مرکزونو له پرانیستلو سره سم پر دغو مرکزونو بریدونه هم پیل شول. د یوناما د راپور پر بنسټ یوازې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې له پیله بیا د ۱۳۹۷ ل کال د ثور میاشتې تر وروستیو، د نوم لیکنې پر ۲۳ مرکزونو بریدونه شوي چې له امله یې ۲۷۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه بریدونو کې تر ټولو خونړی یې د پلازمینې کابل په دشت برچي سیمه کې د نوم لیکنې په یوه مرکز و چې له امله یې نږدې ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

پر دې سربېره ولسي جرګې ته نوماندان هم له امنیتي ګواښونه سره مخ دي. د راپورونو پر بنسټ د نوماندانو د لومړني لېست له اعلانه تر دې دمه، ولسي جرګې ته اته تنه نوماندان د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د وسله والو له لوري وژل شوي دي. دغه راز تېره اونۍ د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو له رسمي پیل سره په ننګرهار کې ولسي جرګې ته د یوه نوماند په غونډه برید وشو او له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

ایا ټاکنې به سرتاسري او رڼې وي؟

ولسي جرګه په ولسواکو نظامونو کې د ملت د کور حیثیت لري او د یوه هېواد له ټول ملت څخه استازيتوب کوي. ولس په مستقیمه توګه د ټاکنو له لارې د خپلې خوښې استازي ټاکي، څو په راتلونکي کې د دوی رښتینی استازیتوب وکړي.

په افغانستان کې هم له ۲۰۰۱ ز کال وروسته د نوي نظام په رامنځته کېدو سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې؛ خو په دغه ټاکنو کې د فساد او تقلب له امله ځینې داسې کسان ولسي جرګې ته راغلل چې د خپل ملت په ارزښتونو یې سودا وکړه، نه یې د ملت استازیتوب وکړ او نه یې ملت ته د خپلو کړنو ځواب ووایه، هرڅه یې چې کول د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو لپاره یې وو.

د ولسي جرګې اوسنۍ ټاکنې یو ځل بیا په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې له یوې خوا په هېواد کې خراب امنیتي وضعیت د ټاکنو د سرتاسریتوب مخه نیولې او له بلې خوا په هېواد کې د پراخ اداري فساد د موجودیت له کبله داسې اندېښنې هم شته چې روانې ټاکنې به یو ځل بیا د تقلب او فساد تر سیورې لاندې راشي. ځکه په یوه هېواد کې سرتاسري او رڼې ټاکنې په هماغه هېواد کې د شته دولت له لوري پر خپل ملت او خاوره د پوره حاکمیت درلودو سره مستقیم تړاو لري؛ خو په افغانستان کې له یوې خوا افغان دولت د جګړې او ناسم امنیتي وضعیت له کبله په ټوله خاوره حاکمیت نه لري او له بلې خوا په ټاکنیزه پروسه کې د فساد او تقلب د موجودیت له کبله د ټاکنو پر روڼتیا د خلکو ترمنځ بې ‌باوري خپل اوج ته رسېدلې ده او دا هغه موارد دي چې د ولسي جرګې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

له دې ټولو سره سره بیا هم اړتیا ده چې په رڼه توګه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره، لږ تر لږه په هغه سیمو کې چې له نسبي امنیت څخه برخمنې دي، هڅه وشي او ولس وړ او علمي شخصیتونو ته رایه ورکړي چې په راتلونکي کې د همدې ملت د افکارو، ارزښتونو او ګټو لپاره رښتینې مبارزې او د ملت استازولي وکړي.

Share28Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
جمعه, اپریل 24, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In