د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور ویلي، چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی او پاکستان هڅه کوي ددغه هېواد په سوله او امنیت کې همکاري وکړي. دده په خبره د پاکستان حکومت او پوځ په یوه خوله په دې نظر دی، چې امریکایي ځواکونه دې د سولې تر راتګ، د امنیت تر تامین او د ثبات تر ټېنګېدو په افغانستان کې پاتې شي. هغه همدا راز ویلي که په افغانستان کې جګړه روانه وي او سوله را نه شي نو ټوله سیمه به نارامه شي او له دې مسئلې پاکستان هم امن نه شي پاتې کېدلی. نوموړي ویلي، چې نړیوال د پاکستان له همکارۍ پرته د القاعدې او نورو شبکو پر وړاندې مبارزه نه شي کولی او په خبره یې نړیوال باید له پاکستان منندوی وي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې ډېره همکاري کړې ده. غفور دا تورونه هم رد کړي چې ګواکي دوی د ترهګرۍ ملاتړ کوي. پاکستان داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې دغه هېواد په نړیواله کچه د ترهګرو ملاتړی بلل شوی دی او پر وړاندې یې د نړیوالو اقداماتو د ترسره کېدو احتمال هم شته دی.



































