په قطر کې د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ خبرې روانې دي. که څه هم دواړه لوري په خبرو کې د پرمختګ په تړاو په رسمي ډول څه نه وايي، خو سرچیني وايي چې مهم پرمختګونه شوي دي او اوس آن پر دې کار روان دی چې هوکړه لیک څه وخت، چېرته او څه ډول لاسلیک شي. په دې ډول د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه لاسلیک کېږي او د سولې په برخه کې یو مهم پرمختګ راځي.
د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې له مهم پرمختګ سره باید د بین الافغاني خبرو لپاره هم جدي کار او هلې ځلې پیل شي. دا یوه جدي وېره ده چې امریکا او طالبان به توافق وکړي، خو بین الافغاني خبرې او هوکړې به له ستونزو سره مخ وي. اوس خو د افغانستان په چارو کې امریکا مخامخ ښکېل ده، خو د طالبانو او امریکا له توافق وروسته به کیسه لا زیاته افغاني شي او بیا به د جګړې د دوام ټوله پړه پر افغاني اړخونو وي. له همدې امله سره له اوسه باید د بین الافغاني خبرو او د جګړې د خاتمې لپاره هلې ځلې پیل شي. له بده مرغه حکومت په دې چاره کې لا هم ناغېړي کوي او داسې کوم ګام نه اخلي چې له بین الافغاني خبرو سره مرسته وکړي. حکومت لا هم پر دې ټینګار کوي چې طالبان باید له دوی سره خبرې وکړي، هر څه باید د دوی په مشرۍ او خوښه وي. که دا یوه پر ځای غوښتنه هم وي، خو ستونزه یوازې په دې سره نه حل کېږي، بلکې د بین الافغاني خبرو نور مهم او اصلي اړخونه باید تکمیل شي. پکار ده چې حکومت له سیاستوالو او خلکو سره پر یوه ګډ پلاوي کار وکړي. دا پلاوی باید د حکومتي استازو تر څنګ د سیاسي ګوندونو او خلکو استازي هم ولري، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره سر له اوسه کار او تیاری وکړي.
که په کابل کې له ځینو سره دا فکر وي چې د طالبانو او امریکا هوکړه نه کېږي، دا ناسم فکر دی، ځکه چې ژر به دا هوکړه وشي. که دلته دا فکر وي چې د امریکا او طالبانو تر منځ له هوکړې وروسته به هېڅ نه بدلیږي او یا به دوی خنډ جوړ کړي، دا هم ناسم فکر دی. که څوک غواړي او که نه غواړي، باید بین الافغاني خبرو ته تیار شي او له خپله اړخه قربانۍ هم ورکړي. له دې پرته د سولې پر وړاندې اصلي خنډ ګڼل کېږي او بیا به نور افغاني اړخونه او خلک اړ شي چې پر وړاندې یې دریځ ونیسي.
اوس حکومت، سیاستوالو او ټولو افغانانو ته پکار ده چې نوي واقعیتونه ومني. له وروستیو بدلونونو باید د افغانستان او افغانانو په ګټه کار واخیستل شي. موږ باید دا چانسونه پر رښتینې سوله بدل کړو. له همدې امله پکار ده چې سیاستوال او حکومت یو بل ته لاسونه ورکړي، د بین الافغاني خبرو لپاره ګډ پلاوی وټاکي. له طالبانو سره هر څومره ژر چې امکان لري، باید خبرې پیل شي او د یوې رښتینې سولې لپاره پر یوې داسې هوکړه سره یوه خوله شو چې زموږ ارزښتونه پکې خوندي شي.