یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

کابل لا هم امن نه دی

جنوري 21, 2020
in دریځ
0 0

 په تېرو څو ورځو کې یوځل بیا په کابل کې پرله پسې جنايي پېښې شوې دي. غله لا هم خلک لوټي، موټرونه تښتوي او په یوه کم سارې پېښه کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. دا پېښې له هغه وروسته کېږي چې کورنیو چارو وزارت د غلاوو د مخنیوي ادعاوې وکړې. دا سمه ده چې د غلا او لوټمارۍ له یوې پراخې فضا وروسته یو مثبت بدلون راغی، خو په سرعت کیسه بېرته پخواني حالت ته ګرځي. یوځل بیا غلاوې او شوکې پیل شوې او تازه پېښې شوې دي. پوښتنه دا ده چې د غلاوو، شوکو او جنايي پېښو په مخنیوي کې ولې اساسي ګامونه نه اخیستل کېږي؟

په کابل کې جنايي جرمونه، غلاوې او شوکې په منظم، پلان شوي او سیستماتیک ډول کېږي، چې پکې ځینې زورورې کړۍ او ان په حکومت کې دننه کړۍ دخیلې دي. کله کله د چارواکو له ویناوو ښکاري چې د دې کړیو رېښې تر ولسي او مشرانو جرګو رسېږي. په پولیسو کې دننه ځینې کړۍ هم له دې چارې سره تړلې ګڼل کېږي. په کابل کې او د کابل په څنډو کې ځینې زورواکي چې له سیاسي رهبرانو سره اړیکې لري او ډېری وخت ارګ هم ورسره د رایو لپاره په معامله کې وي، په دغو غلاوو او شوکو کې اساسي رول لري. د دې لپاره چې دا کړۍ حکومتي، سیاسي او وسله وال زور لري، نو ځکه یې پر وړاندې ګام اخیستل ستونزمن دي. په دې چاره کې سیاسي معاملې او جوړجاړی تر ګردو لوی خنډ دی؛ ځکه چې ډېری وخت حکومتي مشران نه غواړي چې سیاسي مشرانو خپه کړي او د هغوی د غلو او زورواکو پرضد ګامونه واخلي. آن کله کله دا کسان د سیمه ییزو پولیسو مشران اخلي او یا هم دا  سیمه ییز پولیس د دوی په خوښه او رضا باندې ټاکي.

د غلاوو او شوکو پر ضد د حکومت وروستیو ګامونو ته په کتو ښکاري چې حکومت هم کوم اساسي ګام نه اخلي، یوازې ځینې نمایشي کارونه کوي چې د خلکو پوښتنو، غوښتنو او نیوکو ته ځواب ووايي. له بله اړخه حکومت او په حکومت کې اشخاص هم هڅه کوي چې د غلو پر ضد په نمایشي ګامونو سره ځان ته کمپاین وکړي. له همدې امله د غلو او جنایتکارانو پر ضد ګامونه خورا واړه او سرسري دي، خو د دوی مطبوعاتي ټیمونه او فېسبوک چلوونکي دا فعالیتونه لوی او بنسټیز ښکاره کوي. واقعیت دا دی چې د غلو او شوکمارو پر ضد اساسي ګام نه دی اخیستل شوی، نیول شوي کسان هم واړه غله دي چې یا له شبکو سره تړلي نه دي او یا یې هم نوی فعالیت پیل کړی دی.

که حکومت په رښتیا غواړي چې د غلو پر ضد ګام واخلي، دا چاره باید منظمه، پلان شوې او سیستماتیکه وي. لومړی باید یوه قوي اراده وي. دویم باید د غلو د سترو ملاتړو پر ضد ګام واخیستل شي او د غلو اصلي ځالې او مرکزونه ختم کړي. که حکومت پیدا کړي چې سیاسي مشران د دغو غلو ملاتړ کوي، باید مستند یې افشا کړي او پر ضد یې ګام واخیستل شي. دغه راز که په حکومت کې دننه او په ملي شورا کې ځینې کړۍ وي، باید ښکاره شي او پر وړاندې یې عملي ګامونه واخیستل شي.

Share17Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In