له یوه ځنډ وروسته یو ځل بیا د هوايي بریدونو او بمباریو یوه نوې وحشیانه څپه پیل شوې ده. یوازې په یوه اونۍ کې شپږ – اووه هوايي بریدونه شوي چې پکې لسګونه ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي شهیدان شوي دي. په بلخ کې د یوې کورنۍ اووه غړي، په کندوز کې هم د یوې کورنۍ اووه غړي، په زابل کې پنځه ښځې او ماشومان، په بادغیس کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان او یوه ښځه او په غزني کې یو بزګر په یوه اونۍ کې د ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو کې شهیدان شوي دي. دغه راز ګډو ځواکونو وړمه شپه په وردګو کې یو مسجد او څلور کورونه هم نړولي دي.
حکومتي چارواکي له ځینو پېښو یو مخ انکار کوي، ځینو پېښو ته د پلاوو د ټاکلو او څېړنو خبره کوي چې مانا یې د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندل او د احساساتو کمول دي. د حکومتي چارواکو د چوپتیا ډول داسې دی لکه دا هر څه چې د دوی په خوښه کېږي او دوی د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو له وژلو خوند اخلي او یا هم وژل کېدونکي ماشومان او ښځې ورته افغانان او انسانان نه ښکاري.
د وژنو دا څپه له هغه وروسته را پیلېږي چې څو میاشتې یوه نسبي ارامي وه. نه په کلو او بانډو کې هوايي بریدونه کېدل او نه هم په ښارونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه. که څه هم په رسمي ډول د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو اعلان نه و شوی، خو په عملي ډکر کې تاوتریخوالی کم شوی و او خلک له دې امله خوشاله وو. له بده مرغه د دې نسبي ارامۍ او د خلکو د خوښۍ دښمنان ارام نه وو، بلکې پرله پسې یې هڅه کوله چې حالت بېرته شاته وګرځي او بیا وژنې او وحشت زور واخلي. له همدې امله دوی په شدت سره هڅه کوله چې نفرت خپور کړي، د سولې پر ضد هڅې وکړي او روانې خبرې ناکامې کړي. که څه هم د سولې خبرو د ناکامۍ په اړه لا وختی دی چې ادعا یې وشي، خو د جنګ شوقیان او وحشیان بریالي شوي چې بېرته جنګي فضا پیاوړې کړي. د جنګ او وحشت پلویان په حکومت کې د ننه دي او له بده مرغه په زور او ځواک کې هم دي. دغه راز په امریکايي اړخ کې هم د جنګ پلویان شته او ښکاري چې اوس دوی برلاسي دي.
د جنګ دا پلویان چې د خپل واک د دوام او شخصي ګټو لپاره یې د سولې مخالفت کاوه، د دغو ټولو جنایتونو شریکان دي. دوی زموږ د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو قاتلین دي. دا سمه ده چې دوی نه له خدای او نه له ولس څخه وېرېږي، خو دوی دې نه هېروي چې د دې هر څه حساب به ورکوي. دا وحشیان او د جنګ او قتل شوقیان به د دې مظلوم ولس له حساب او کتاب سره مخ کېږي. دغه وحشیان ښايي د جګړې د خاتمې په برخه کې خنډونه جوړ کړي، خو هېڅکله د خلکو د دې سترې هیلې مخه یو مخ نه شي بندولی. له همدې امله دوی دې د حساب او کتاب انتظار کوي.