د کلسیم د تر لاسه کولو لارې بیخي ډېرې دي. په وچو مېوو، غلو دانو او په کبانو کې هم موندل کېږي. خو که دا شیان نه خوری، بیا نو باید شیدو، مستو، کوچو او پنير ته مخه کړئ. په برېټانیا کې یوه تر سره شوې څېړنه وایي، که ځوان هلکان او نجونې په کافي اندازه شیدې او مستې ونه خوري، دا وېره شته چې په پاخه عمر کې یې د بدن هډوکي کمزوري شي. څېړنه وایي، په هرو پنځو کې یو ځوان داسې دی چې په خپلو خوړو کې په کافي اندازه کلسيم (Calcium) نه تر لاسه کوي. څېړونکي اندېښمن دي چې که ځوانان د خوړو په اړه خپل عادتونه سم نه کړي، په لوی لاس به یې ځان ته روغتیایي ستونزې پيدا کړې وي. ستونزه دا ده چې ډېری ځوانان په خاصه توګه نجونې، د وزن ډېرېدو وېره لري. له همدې کبله شیدې، مستې، کوچ او پنير له خپلو ورځنیو خوړه بېخي وباسي. ځیني وخت ښایي دا کار ګټه ولري، خو په دې شرط چې بدن مو له نورو لارو په کافي اندازه کلسیم تر لاسه کړي.




































