کنت تامسون د کاناډا لوی شتمن کس و چې څه موده مخکې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د کاناډا یوې ملي ورځپاڼې ګلوب اند مېل د هغه په اړه “د یو میلیاردر سهارنۍ ناشته” یوه مقاله خپره کړه. د تامسون سهارنۍ ناشته خوړل په دې ډول توضیح شوې وه: د هغه خوراک یوازې د اونۍ په پای کې یو څه قوي او لږ قېمتي ناشته وه، که نه هغه به خپل استوګنځي ته نږدې یو کوچني هوټل ته تلو او هلته به یې د ۱۱ ډالرو په ارزښت ناشته خوړله. په یوه مرکه کې د هوټل یو څښتن د هغه د دې خاکسارۍ او تواضع په اړه ترې وپوښتل، ځواب یې ساده و: «له دې کاره مې ډېر خوند اخلم.» له کارکوونکو سره به یې په خندانه څېره خبرې کولې او پر خپل مقام به یې نه نازېد. خپل خواړه به یې خپله راوړل او پر میز به یې کېښودل. په شونډو به یې موسکا خوره وه. ژوند ډېر لنډ دی. داسې ژوند وکړئ چې د خلکو لپاره الګو اوسئ او تل مو ښه یاد کړي.




































