په بدن د روژې د اغېزو په اړه وروستۍ څېړنه وايي چې روژه د انسان میتابوليزم چټکوي او د زړښت پروسه ورو کوي. يوه نوې څېړنه چې د ساينسي راپور په مجله کې خپره شوې، وايي چې روژه د انسان د عمر په اوږدولو کې مثبت رول لوبوي. په دې څېړنه کې چې په زړو خلکو کې د کالوري د اخيستو او کمولو یعنې روژې ته ورته د یوه مېتود (تګلارې) څخه استفاده شوې، ښيي چې روژه د انسانانو عمر اوږدوي. ساینسپوهانو د روژه نیوونکو کسانو په وینه کې د پورین او پيریميدن اندازې وکتلې چې تر پخوا ډېرې زیاتې شوې وې. په وينه کې د پورین او پيریميدن د اندازو زياتوالی په بدن کې د انتي اوکسيدان د زياتوالي سبب کېږي. د دې ترڅنګ پوهان وايي چې د لوږې په وخت کې د بدن حجرې د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي چې د انتي اوکسيدان تولید نور هم زياتېږي، د انتي اوکسيدان زياتوالی په بدن کې د نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره هم ګټور تمامېږي.