روغتیايي کارپوهان هم اوس پر دې باور شوي چې که په میاشت کې یوازې پنځه ورځې روژه ونیول شي، نو انسان له سرطان، شکرې او د زړه له ناروغیو ژغوري. د نړۍ مشهور لوبغاړي او ټول هغه کسان چې غواړي وزن او په بدن کې د شته غوړیو اندازه کمه کړي، نو کوښښ کوي چې په اونۍ کې دوې ورځې روژه او یا هم یوازې په اوبو اکتفا وکړي. دغه څه په بدن کېد شته غوړیو د اندازې په کمولو سره د انسان اضافي وزن کموي. د خوړو د اندازې کمولو او یا روژې نیولو سره په بدن کې د انسولین حساسیت چې د شکر اصلي لامل ګڼل کېږي، بهتره کیږي. پر دې سربېره د هاضمې سیسټم په بهتره کولو کې هم مهم رول لوبوي. په مختلفو هېوادونو کې له څېړنو وروسته ثابته شوه چې روژه او یا لږ خوراک د زوړوالي پروسه له ځنډ سره مخ کوي او لږ خواړه خوړوونکي او سخت فزیکي کارکوونکي خلک اوږد ژوند لري.