څېړونکي وايي، هغوی چې د خپلې ظاهري څېرې، لباس او ځان خیال نه ساتي، ښکاره ده چې د خپلې دندې، مسوولیت او نورو خلکو پروا هم نه لري. که خوښېږي مو، نو د خپل سر وېښتان بېخي کم کړئ. نامنظم او ګډوډ وېښتان ستاسې پر روان اغېز کوي او ستاسې مخاطب هم ستاسې په لیدو سره تر تاثیر لاندې نه راځي، بلکې په منفي ډول له تاسې څخه اغېزمنېږي. پاک او منظم وېښتان د سړي راښکون او جذابیت زیاتوي او نور خلک ترې هم تر ډېره ژر متاثره کېږي. د غاښونو پاک ساتل ستاسې موسکا نوره هم قېمتي او ارزښتمنه کوي. خپل غاښونه سهار او ماښام ضرور بورس کړئ. مسواک وهل هم ثواب دی او هم خرما، نو مسواک وهل خپل عادت وګرځوئ. څومره چې ستاسې غاښونه پاک وي، هغومره به تاسې ارام یاست او پر خلکو به مو اغېز ډېر وي. هڅه وکړئ چې داسې څه واغوندی چې یو له بل سره په توافق کې وي. د بېلګې په ډول، له بوټانو سره جرابې واغوندی، خو له څپلیو سره یې بیا مه اغوندئ.