بې خوبي او په خوب کې ګډوډي؛ نن ورځ پر یوې جدي ستونزې بدله شوې او له امله یې جسمي، رواني او نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کېږي او له بله اړه پر ورځني کار هم ناوړه اغېز کوي.
تازه څېړنه وايي، هغه کسان چې د کولراډو له کاڼو په یوه ډک غره کې یې د تفرېح لپاره خېمه وهلې وه، له هغه وخت څخه دوه نیم ساعته مخکې ویده کېدل، کوم چې عموما په خپلو کورونو کې د شپې له خوا ویده کېدل. دوی په دغه غره کې د شپې لس ساعته ارام خوب کاوه. څېړونکي وايي، د دغه خوب دلیل ډېر روښانه دی او داسې یو څه دي چې بیا بیا مو اورېدلي او هغه (ټکنالوژي) ده. په معاصره نړۍ کې ژوند کول موږ نه یوازې پرله پسې مصنوعي رڼا او څراغونو ته مخ کوي، بلکې اوس خو له خپلو ټلیفونونو هم خلاصی نه لرو.