په روژه کې له اندازې زیات خوراک د ډېرو ناروغیو لامل کېږي، لکه د خوړو نه هضمېدل، د معدې جوش، په نس کې ګاز او بدن ته پوره انرژي نه ورکول. د روژه ماتي پر مهال که څه هم روژه نیوونکي پر دغو شیانو پوهېږي، خو بیا هم د ټولې ورځې لوږې ترې دا احساس ورک کړی وي چې په پای کې یې د ناروغۍ لامل کېږي، نو په روژه کې له ډېر خوراک څخه ځان ساتنې لپاره باید څه وکړو؟
که له زیات خوراک څخه د ځان ژغورلو پلان لری، نو اوبه ډېرې وڅښئ. د خوراک پیل په کوچني شي وکړئ. کوښښ وکړئ چې د روژه ماتي پیل پر خرما وکړئ او له خرما وروسته یوه شېبه انتظار وباسئ؛ ځکه چې خرما ستاسې لوږه کموي. ژر ژر خوراک مو زیات خوراک ته اړ باسي، نو ښه ده چې خواړه ورو ورو وخورئ. په ورو خوراک سره په خوله کې خواړه ښه میده کيږي او په معده او د هاضمې پر سیستم بوج نه راولي، چې په پای کې د کم خوراک لامل کیږي.