دا چې مېوې او سبزۍ په زیاته کچه فیبر لري، نو د روژې په میاشت کې یې د ډېرو کارولو سپارښتنه کېږي. مېوې او سبزۍ مو تر ډېره ماړه ساتي او له قبضیت څخه مخنیوی کوي. دغه راز مېوې او سبزۍ په خپل ترکییب کې په زیاته کچه بېلابېل ویټامینونه، معدني مواد او نور کېمیاوي مواد لري، چې د انسان د روغتیا لپاره خورا ګټور دي. هغه خواړه چې په زیاته کچه فیبر او کاربوهایدرېت لري، لکه قهوه یي وریجې، سبوس لرونکې ډوډۍ، چې تر ډېره د بدن د اړتیا وړ انرژي تولیدوي، د ورځې په اوږدو کې درسره مرسته کوي، چې ژر وږي نه شی. له پوستکي پرته د چرګانو غوښه او هغه لبنیات چې غوړ یې یو څه کم وي، په زیاته کچه پروتین لري. پر دې سربېره د بدن د غښتلتیا لپاره هم خورا ګټور دي او له دفاعي سيستم سره مرسته کوي. هغه لبنیات چې په ترکیب کې یې کلسیم هم وي، د هډوکو د کلکېدو لپاره ګټور دي. له همدې کبله هڅه وکړئ چې د پشلمي پرمهال له پورتینو خوړو څخه په زیاته کچه استفاده وکړئ.