روژهماتی هغه وخت دی چې د ورځې په اوږدو کې له لاسه وتلې انرژي باید بېرته پکې ترلاسه کړئ. هغه خواړه چې په دې وخت کې یې خورئ، باید د بدن د اړتیا وړ ټول مواد، لکه مېوې، سبزۍ، وریجې او د وریجو د کورنۍ نور ډولونه، غوښه او د لبنیاتو بېلا بېل ډولونه پکې وي. کېدای شي ډېری خلک په پوره توګه دغه ډول خوړو ته لاسرسی ونه لري، خو بیا هم باید هڅه وشي، چې لږ تر لږه په روژهماتي باندې یو واحد مېوه، یو څه سبزي او نور اړین خوراکونه را پیدا کړي چې خپله روغتیا یې تضمین کړې وي؛ ځکه که انسان روغ وي، هر څه کولی شي. تر هر څه وړاندې باید خپلې روغتیا ته پام وشي. هڅه وکړئ په روژهماتي او پشلمي دواړو کې د غوړیو کچه را کمه کړئ. له داسې غړیو څخه ګټه اخلئ چې اشباع شوي نه وي، لکه د سویا او کانولا غوړي.