رومي یا سره بانجان ټيټه کالوري لري؛ ځکه يخه مېوه يا سبزي ګڼل کيږي. له غوړیو، مالګې او سوديم څخه خالي دي او د ويټامين A او C لرونکي او د پوتاشيم سرچینه بلل کېږي. په روژه کې سرو بانجانو ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لیدل کېږي؛ ځکه سره بانجان د انسان د بدن اوبه او ويټامينونه په نورمال ډول ساتي او د ډېرې تندې او لوږې مخنيوی کوي، نو که غواړئ په روژه کې سره بانجان په خپل غذایي رژیم کې ور زیات کړی، نو دغه سپارښتنې هم په په پام کې ونیسئ. له سلاد سره مالګه مه ګډوئ؛ ځکه ډېره مالګه روغتيا ته زیان رسوي او د ورځې په اوږدو کې د تندې لامل کېږي. پاخه شوي سره بانجان سره له دې چې خوندور دي، تر څنګ یې د لوړې کالوري څخه هم خالي وي.خام بانجان که له پنېر او سبزۍ سره وخوړل شي، دسترخوان ښکلی کوي او د روغتیا لپاره ګټور دي.