مخکې له دې چې د سولې پر موانعو وغږېږو، لومړی د تړون په اړه سرسري خبرې کوو:
امريکا مخکې ويلي وو چې غواړي په افغانستان کې خپله ١٨ کلنه اوږده جګړه پای ته ورسوي او افغانان نور د افغانستان په سياسي راتلونکي سره جوړ راشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيود په استراليا کې و او هلته يې د افغانستان په اړه د امريکا د دريځ په اړه وويل: «د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واضح کړه چې غواړي يوه ډيپلوماټيکه حللاره پيدا کړو چې پر مټ يې په افغانستان کې خپل پوځي حضور کم او له دې سره په يو وخت کې دا ډاډ هم حاصل کړو چې افغانستان بيا د ترهګرو پر ځای بدل نشي.»
طالبان او زلمی خليلزاد په دوحه کې د پرېکړې نهايي کېدو ته نزدې شوي وو، چې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپل ټويټ کې څرګند کړي وو چې که د امريکا او طالبانو تر منځ هوکړه ليک نهايي شوه، ورسره سم به امريکايان له افغانستان نه وځي او له دې سره به زموږ او افغان لوري د خبرو په لار کې دا خنډ له منځه لاړ شي.
همدا و چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د ١٣٩٨ کال د کب په ١٠ مه لاسليک شو او له تړون سره سم به وروسته تر دې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل وار را ورسېږي، تمه وه چې که دا پړاو سرته ورسېږي، نو افغانان به بشپړې سولې ته لاره پيدا کړي.
د مذاکراتو پيل بيا هم مشروط و، چې کله بشپړ شي، خپلمنځي خبرې اترې به د سولې د بهير اړوند وشي، د دې پړاو د بطي کېدو يو کوچنی لامل کووېډ۔ ١٩ هم کېدای شي.
په وروستيو کې ويل شوي چې بين الافغاني مذاکرات به ژر په قطر کې پيل شي. د رسنيو د راپورونو سره سم، د روژې په مياشت کې د طالبانو د رهبري شورا موافقه کړې چې بین الافغاني مذاکرات دې پيل شي او د یادې په شورا وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې چې د بين الافغاني مذاکراتو پر اجنډا دې هم کار وشي.
امنيت شورا ويلي وو چې د طالبانو يو تخنيکي ټيم په کابل کې دی تر څو د حکومت له تخنيکي ټيم سره د بنديانو د خلاصون په تړاو خبرې وکړي.
د روان ميلادي کال د جون د مياشتې په نهمه د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي، چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل تر نېټې پورې هڅه کوو چې ټول (5000) طالب بنديان ازاد او يا هم دومره شمېر له زندانو خوشي شي چې د دواړو لورو پرې موافقه راشي.
همدارنګه د بين الافغاني مذاکراتو له پيل څخه مخکې بايد پورته شمېر طالب بنديان او ١٠٠٠ تنه حکومتي بندیان له زندان نه ازاد شي.
افغان دولت وایي هڅه کوي چې د سولې د پروسې مخې ته کوم خنډونه پراته دي، هغه له منځه يوسي او هغې سولې ته لاره هواره کړي چې د ټول افغان ملت، د سولې د شهیدانو، د بورو ميندو، د کونډو او يتيمانو ګډه هيله ده.
د نظر خاوندان وايي چې د سولې په پروسه کې هر ډول ځنډ کولای شي د سولې پروسه ډېره ستونزمنه کړي، دواړو لورو ته پکار ده چې د دغه بهير د پيل لپاره دې هر څومره ژر چې کېدای شي، کار وکړي او مذاکرات دې پيل کړي.
د کرونا ويروس په اړه رسمي څرګندونې نشته چې د سولې پروسه دې ټکنۍ کړي وي، خو داسې ګنګوسې دي چې د افغان دولت له لوري د سولې د پلاوي ځینې غړي او د طالبانو ځينې مهم غړي په ياد ويروس اخته شوي دي.
د دواړو لورو لخوا تیارۍ نيول کېږي چې د دې پروسې د وړاندې تګ لپاره د جون په نهمه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د افغان سولې د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی و.
له پورته شته شواهدو دا په ډاګه کېږي، چې کرونا پر صنعت، تجارت، تعليمي نظام او د نړۍ نور هر ډول کارونو اغېز کړی، خو د افغان سولې پر مذاکراتو يې پرته له جزوي اغېز کوم بل ځانګړی اغېز نه ښکاري. بلخوا جګړې په هيواد کې ډېرې ژورې ريښې غځولې، له همدې کبله سولې ته لاره پرانیستل دومره ساده او اسانه کار نه دی، خو ناممکن هم نه دی.
لکه څنګه چې جنرال باجوه افغانستان ته راغلی و او د سولې پر مسایلو يې د مصالحې د شورا له مشر او ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې اترې کړې او ويل کېږي چې پرته له دې به د افغان سولې بهير نيمګړی وي.
له همدې هم ثابتېږي چې د سولې لاره مو له ډېرو پېچلو سياسي کږلېچونو څخه تېرېږي، نو طبعاً چې مذاکراتو او بالاخره سولې ته رسېدل ډېر وخت او سخت کار ته اړتيا لري.