د عمر د تېرېدو او زړښت مخنیوی نه کېږي، خو زوړ ښکارېدل تر یوه وخته چاره لري.
سبزۍ او تخمونه
دا د کلسیم بډایې سرچینې دي او هډوکي له خرابېدو ساتي.
لوبیا او نخود
په پراخه پیمانه پروټینونه، منرالونه او ویټامینونه لري، چې ستاسو له سلامتۍ سره مرسته کوي.
رومي بانجان
دا یو داسې انټي اکسیډېنټ لري، چې پوستکي ته د اړتیا وړ پروټین ورکوي. د کولاګین (collagen) په نوم دغه پروټین د پوستکي د خرابېدو او سوروالي مخه نیسي.
ځمکني توت
دا هم د حجرو د ساتلو پراخ مواد او په پوره اندازه ویټامین سي لري. دغه مېوه د پوستکي لپاره د کولاګین پروټینونو د بافت جوړېدل پیاوړي کوي، چې پوستکی هوار او نرم ساتي.
مڼې
په اونۍ کې یوه یا څو مڼې خوړل د زړه د حملې خطر کموي. مڼې هم د حجرو د سلامتۍ او نوي کېدو لپاره ډېر ویټامینونه لري.