جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د ولسي جرگې د ۱۶مې تقنیني دورې اته ‌کلن مزل

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

اکتوبر 29, 2018
in تحلیل
0 0

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې موده، پوره درې کاله وړاندې پای ته رسېدلې وه او د ۱۷مې تقنیني دورې لپاره باید هماغه مهال ټاکنې شوې وای؛ خو دا ټاکنې له درې‌ کلن ځنډ وروسته د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه وشوې.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا، په دغو ټاکنو کې د ګډون لپاره څه باندې اته میلیونه کسانو نوملیکنه کړې وه او له غزني او کندهار پرته د هېواد له نورو ۳۲ ولایتونو څخه یې ولسي جرګې ته د شاوخوا ۲۵۷۰ نوماندانو لپاره خپله رایه وکاروله. د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د روان لمریز کال د لړم په ۱۹مه او وروستۍ پایلې یې د ليندۍ په ۲۹مه نېټه اعلان او د ولسي جرګې ۱۷مه تقنیني دوره به رسماً خپل کار پیل کړي.

د ولسي جرګې ۱۶مه تقنیني دوره، په دغه دوره کې پر ولسي جرګه د اداري فساد تورونه او د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ ناندرۍ هغه موارد دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

د ولسي جرګې ۱۶مه تقنیني دوره

په ۲۰۰۱ ز کال کې پر افغانستان د امريکايي او ناټو ځواکونو له بريد وروسته، په بُن کنفرانس کې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د لنډمهاله حکومت پر جوړېدو هوکړه وشوه او له هغه را وروسته د هېواد لپاره نوی اساسي قانون جوړ شو. د نوي اساسي قانون له مخې په ۱۳۸۴لمریز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵مې تقنیني دورې لپاره ټاکنې وشوې او ۲۴۹ غړي د خلکو د رایو له لارې د پنځو کلونو لپاره دې جرګې ته وټاکل شول.

وروسته په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د ولسي جرګې لپاره بیا ځلې ټاکنې وشوې او د ۱۶مې تقنینې دورې غړو په کار پیل وکړ. دغه‌ راز ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې ټاکنې به په ۱۳۹۴لمریز کال کې وشي؛ خو د بېلابېلو لاملونو له کبله دا ټاکنې تر دریو کلونو پورې وځنډېدې او د ۱۶مې تقنيني دورې موده درې کاله نوره هم وغځېده.

د ولسي جرګې ۱۶مې تقنیني دورې په تېرو اتو کلونو کې لسګونه تقنیني سندونه، طرحې او نړیوال هوکړه ‌لیکونه تصویب کړي دي. همدارنګه په دغه موده کې د افغانستان او ځینو هېوادونو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌ لیکونه او د ځینو کنوانسیونونو پرېکړه‌ لیکونه هم د ولسي جرګې له لوري تصدیق شوي دي.

په دې دوره کې ولسي جرګې ځینې داسې سندونه هم تصویب کړل چې وروسته یې خپله د هماغو سندونو د بیا لغوه کولو نارې وکړې. له دې ډلې یو هم د افغان دولت او امریکا ترمنځ امنیتي تړون و. لکه څنګه چې د ملي یووالي حکومت د خپل کار د پیل په لومړیو ساعتونو کې دغه تړون په خورا بېړه لاسلیک کړ، داسې ولسي جرګې هم په لږ وخت او د رایو په اکثریت پرته له کوم بحث څخه تصویب کړ؛ خو په وروستیو کلونو کې د هوایي بمباریو او ملکي تلفاتو له زیاتوالي سره ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو ځل بیا د دغه تړون د بیاکتنې غږ  را پورته کړی دی.

په ټوله کې د ولسي جرګې ۱۶مه دوره تر ډېره له یوې خوا په خپلمنځي لانجو او له بلې خوا له حکومت سره په مخالفتونو تېره شوه او تر څنګ يې د وکیلانو غیر حاضري او د رخصتیو پرمهال یې د خپلو موکلینو پر ځای له هېواده بهر سفرونه، هغه څه وو  چې په قانون جوړونه، د حکومت د کارونو په څارنه او په رښتينې توګه د خلکو په استازولۍ کولو کې يې د دې جرګې رول تر سیوري لاندې راوستی و، چې له همدې امله خلک هم ترې ناخوښ وو او د «خانه آزاد افغانستان» په نوم د یوه بنسټ د سروې له مخې چې پایلې یې د ۱۳۹۵لمریز کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې اعلان شوې، ۷۰ سلنه خلک د ولسي جرګې له کارونو ناراضه وو.

د اداري فساد تورونه

په ولسي جرګه کې فساد یا د ولسي جرګې پر غړو د فساد تورونه، د دې جرګې د ۱۶مې دورې یو مهم اړخ و. په تېرو څو کلونو کې د فساد په برخه کې د افغان دولت د نورو ادارو ترڅنګ ولسي جرګه هم یو له هغو ارګانونو څخه و چې د اداري فساد په زياتوالي کې یې رول لرلی دی. ان تر دې چې د ۲۰۱۸ ز کال په مې میاشت کې یوناما د «فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه؛ له تګلارې تر عمله» تر عنوان لاندې په خپل خپاره کړي راپور کې د افغانستان پر پارلمان د فساد له امله سختې نیوکې هم وکړې.

د مختلفو امتیازونو په بدل کې وزیرانو ته د باور رایه ورکول، د قانون نقض، عامه نظام او مقراراتو ته نه پاملرنه، قاچاق، د شخصي کارونو لپاره پر دولتي ادارو فشار راوړل او لسګونه داسې نور هغه موارد دي چې د ولسي جرګې غړي د فساد په برخه کې پرې تورن شوي دي.

د بېلګې په توګه، کله چې ولسي جرګې د ۱۳۹۲لمریز کال د غویي په ۲۳مه د مالیې وزارت پخوانی وزیر حضرت عمر زاخېلوال استېضاح کړی و، نوموړي د ټولو وکیلانو او رسنیو پر وړاندې د ځینو وکیلانو د فساد قضیې افشا کړې. نوموړي په زغرده وویل: «د مالیې وزارت د څېړنو پر بنسټ لالی حمیدزی د الکولي مشروباتو او موټرو په قاچاق، سمیع الله صمیم د نفتو او الکولي مشروباتو پر قاچاق، ظاهر قدیر د اوړو په قاچاق او په ناقانونه توګه د پیسو په غوښتلو، عارف رحماني د قرارداد او د پیسو په غوښتلو، محمود خان سلیمانخېل د اموالو په قاچاق او محمد عظیم محسیني هم په ناقانونه توګه د اوسېدو د ځای په غوښتلو، متهم دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی وزیر عبدالباري جهاني هم هغه کس دی چې د ولسي جرګې د غړو د فساد په اړه یې له ولس سره معلومات شریک کړل. نوموړي په خپله یوه لیکنه کې ویلي وو چې د ۲۰۱۵ ز کال په فبروري میاشت کې ظاهر قدیر په یوه مېلمستیا کې ده او د حکومت ځینو نورو نوماندو وزیرانو ته په ښکاره وویل چې په ولسي جرګه کې د باور رایې ترلاسه کولو په موخه د دې جرګې هر غړي ته پنځه پنځه زره ډالر ورکړئ.

پر دې سربېره د ۱۳۹۶لمریز کال د وږي په میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ولسي جرګې د ننه یې د میلیونونو افغانیو له اختلاس او د لسګونو خیالي کارکوونکو له موجودیت څخه پرده پورته کړه. د دغو راپورونو پر بنسټ د ولسي جرګې د دارالانشا د ۳۷۰ کارکوونکو له ډلې څخه ۲۱۷ یې خیالي وو چې د همدغو کسانو د معاش له ترلاسه کولو څخه هره میاشت څلور میلیونه افغانۍ حیف و میل شوې وې. دغه ‌راز د ولسي جرګې پر مشر هم تورونه وو چې ګواکي نوموړي د ولسي جرګې له بودجې څخه پنځه میلیونه افغانۍ د خپل شخصي کور په جوړولو کې مصرف کړې دي.

که څه هم د ولسي جرګې یو شمېر غړو د جرګې د رییس د اداري فساد د قضيې پر وړاندې غبرګون وښود او د دې قضیې په اړه یې د څېړنو غوښتنه وکړه؛ خو د یادې دوسیې وروستي معلومات او په اړه یې د عدلي او قضایي ارګانونو د څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې نه شوې.

د حکومت او ولسي جرګې ټکر

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د قوانینو ردول، تصویب او تعدیل، د دولت د پراختیایي پروګرامونو او د دولتي بودجې تصویب، په نړیوالو تړونونو کې د افغان حکومت د پرېکړو تصدیق او ردول، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ صلاحیتونه دي. دغه ‌راز د کابینې وزیرانو ته د باور رایه ورکول او د اړتيا پر مهال استېضاح کول، د دولتي، پراختیایي او بودجوي پروګرامونو تاییدول هم د ولسي جرګې له ځانګړو واکونو څخه دي.

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ نه جلاکېدونکې اړیکې وجود لري او درې واړه ارګانونه په دولتي نظام کې د چارو د ښه تنظیم په موخه پر یو بل د نظارت حق لري. په دې برخه کې ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) د حکومت په کړنو څارنه کوي چې دغه چاره د حکومتونو د دوام او بریالیتوب تر شا یو مهم لامل ګڼل کېږي؛ خو هغه مهال چې د ملي شورا او حکومت ترمنځ اړېکې ښې وي.

د ولسي جرګې ۱۶مه تقنیني دوره چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال یې کار پیل کړ، د ۱۵مې دورې په پرتله یې له حکومت سره له لومړي سره اړیکې ښې نه وې. د حامد کرزي د حکومت پر مهال که څه هم د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ اړیکې تر یوې اندازې ښې نه وې او څو ځله یې د کابینې وزیران رد کړل؛ خو بیا هم د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ زيات واټن او ډېره ناهمغږي نه وه، خو د ملي وحدت حکومت په راتګ سره د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ واټن په بې‌ ساري ډول زيات شو او ترمنځ یې ډېرې ناندرۍ وشوې.

د ملي یووالي حکومت د تېرې څلور کلنې مودې په لومړیو کې ولسي جرګې د ملي یووالي حکومت پر بهرني سیاست او په ځانګړي ډول په لومړیو شپږو میاشتو کې د پاکستان په لور د کابل پر سياستونو، پاکستان ته د امتیازاتو په ورکولو او د حکومت د سولې پر تګلاره پراخې نیوکې کولې. وروسته بيا په افغانستان کې د داعش ډلې له ظهور او پراختیا سره، د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ملي یووالي حکومت د داعش ډلې پر ملاتړ تورن کړ. دغه‌ راز ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره د وزیرانو په ځنډ ور پېژندل، د ولسي جرګې له لوري د ډېری نوماندو وزیرانو ردول، پر وخت د پارلماني ټاکنو نه کېدل او د الکترونیکي تذکرو د وېش مسئله هغه مهم موارد وو چې د ملي یووالي حکومت او ولسي جرګې ترمنځ یې ټکر او واټن رامنځته کړی و.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In