دوشنبه, مارچ 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

    پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

  • نړۍ

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره روغتون جوړیږي

    پنجشېر کې د سړونو خونو جوړولو لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    د میدان وردګو له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې شول

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

  • نړۍ

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

میرزا غالب

شفیق امیرزی

جون 30, 2020
in څېره
0 0

میرزا غالب د فارسي او اردو ژبې نوموتی شاعر تېر شوی دی. هغه په میرزا اسدالله غالب یا غالب دهلوي هم مشهور دی. میرزا غالب د ۱۷۹۷ز کال د ډسمبر په ۲۷مه د هند په اګره کې زیږېدلی دی. ده ته ځکه دهلوي وایي چې وروسته بیا دهلي ته کډه شوی دی او په دغه ښار کې یې د عمر تر پایه ژوند کړی دی. میرزا اسدالله غالب په هند، افغانستان، ایران او نورو سیمه ییزو هېوادونو کې مشهور دی. انګلیسي ته یې د ځینو شعرونو له ژباړې وروسته اوس د نړۍ د شعر او ادب مینه وال له نامه سره اشنا دي. دی د مغولي امپراطورۍ په وروستیو وختونو کې نړۍ ته راغلی دی. په داسې وخت کې یې ژوند کړی چې په هند کې د برېټانیا، هندیانو، مغولي امپراطورۍ او نورو مذهبي ډلو تر منځ سخت کشمکشونه روان وو. غالب په همدې کړکېچنو حالاتو کې ژوند کاوه او هڅه یې کوله چې په رښتینې مانا یو انسانپال شاعر پاتې شي. غالب په سیاسي جریانونو، مذهبي حرکتونو او نورو مسایلو کار نه درلود. د مینې، انساني ژوند او خپلو ناخوالو په اړه یې شاعري کوله.

د میرزا غالب د اصل او نصب په اړه ویل کېږي چې هغه په اصل کې ترک نژاده او نیکونه یې له سمرقند یا اوسني ازبکستان څخه هند ته کډوال شوي وو. ویل کېږي چې نیکه یې میرزا قوکان بیګ نومېده، هغه ترک نژاده و او د ستر امپراتور احمدشاه ابدالي د واکمنۍ پر مهال هند ته کډه شوی و. دی له سمرقند تر تګ وروسته لومړی په لاهور کې مېشت شو، خو وروسته بیا جيپور، دهلي او په پای کې آګرې ته لاړ.

د میرزا پلار عبدالله بیګ د عزت النسا نومې پېغلې سره واده وکړ. هغه په اګره کې د یوه شتمن او خورا مشهور شخص او حاکم لور وه. دوی په اصل کې د کشمیر و. د میرزا پلار تر ډېره ژوندی نه و. میرزا غالب چې پنځه کلن و، پلار یې په ۱۸۰۳ز کال کې په یوه جګړه کې ووژل شو او میرزا خپل تره ته پاتې شو. تره یې د ده پالنه کوله، خو لا هم د خپل نیکه په کور کې و. له بده مرغه چې تره یې هم درې کاله پس ومړ. له فیل را ولوېد او سخت ټپي شوي چې وروسته یې د همدې ټپونو له امله سا ورکړه. دا خبره سمه نه ده چې میرزا غالب ګواکې په یوه بېوزله کورنۍ کې لوی شوی دی، بلکې هغه د خپل شتمن نیکه په کور کې لوی شو، خو وروسته وروسته په ژوند کې بې پامیو او بې پرواییو دی خورا بېوزله کړ چې له همدې امله یې ژوند په ډېرو او ناپایه سختیو کې تېر کړ.

غالب د خپل نیکه په کور کې لویېده. نیکه یې نواب و، شتمن و، مشهور او په خپله سیمه کې نفوذي کس و. له همدې امله یې د شتمنو کورنیو ښوونځي او مدرسې لوستلی شوای. هغه د عربي، اردو او فارسي زده کړې ته مخه کړه او تر څنګ یې غوښتل د هغه وخت مروج علوم هم زده کړي. غالب په دیارس کلنۍ کې له عمروبېګم نومې نجلۍ سره واده وکړ. دا یې د نیکه د ورور نواب الهي بخش لور وه. له همدې امله له اګرې راغی ډهلي ته او دلته یې ژوند پيل کړ. دی له خپل واده تر ډېره راضي نه و، وروسته په خپل یوه لیک کې لیکي چې یو وار ژوند ورته زندان شو او بیا یې واده ده ته بل زندان شو. واده د ځان لپاره دویم حبس بولي. دی وایي، دا هر څه ډېره دردناکه مبارزه غواړي، ژوند سخت دی او تر هغه خلاصون نشته چې ژوندی یې. ده به ویل، ژوند د لوبو د میدان په څېر دی او یوازې ماشومان به پکې خوشاله وي. له مېرمنې سره یې ښه اړیکه نه لرله، تل یې له خپل ګډ ژوند شکایت کړی دی. غالب به تر کور ډېر بهر و، کور یې زړه تنګېده پر ځای به یې غوره بلله چې بهر له خپلو ملګرو او دوستانو سره وخت تېر کړي.

میرزا غالب له اګرې ډهلي ته راغلی و او هڅه یې کوله چې د خپل شعر او شاعرۍ له لارې پیسې وګټي او ژوند وکړي. ده غوښتل دربار ته لار پیدا کړي او بریالی شو چې د مغولي امپراتورۍ دربار ته ننوځي. دا داسې مهال و چې بهادرشاه ظفر د هند پر ځمکه واکمني کوله، خو د مغلي حکومتونو پښې لړزانده وې او پخوانی برم یې نه درلود. سلطان ده ته د دبیرو الملک لقب او دنده ورکړل. تر دې وروسته یې سلطان نجم الدوله لقب ورکړ. دا لقبونه د مغولیانو په حکومت کې مهم وو او یوازې دربار ته نږدې کسانو ته ورکول کېدل. وروسته دربار میرزا نوشا لقب ورکړ چې بیا د میرزا مختاړی له همدې ځایه د غالب له نامه سره یو ځای شو. دی په مغولي امپراتورۍ کې مخور کس شو. دا چې بهادرشا پخپله شاعر و، نو له میرزا غالب به یې غوښتل چې د ده شعرونه ورته اصلاح کړي. په دې توګه نو میرزا غالب دا مهمه دنده هم لرله. ددې تر څنګ د شاهزاده فخرالدین میرزا استاد هم شو او هغه ته به یې تدریس کاوه. میرزا غالب د دې تر څنګ د امپراتورۍ له لوري وګومارل شو چې د مغولي سلطنت او پادشاهانو تاریخ ولیکي.

سره له دې چې غالب د مغولي امپراتورۍ دربار ته نږدې کس و، خو دی شتمن نه شو. ټول شته یې په ملګرو او شاوخوا کسانو خوړل. دی تر مرګه پورې بیا په بېوزلۍ او سختۍ کې ژوند کوي. ډېر خلک یې نه پېژني، خو ده لا پخپل ژوند ویلي وو چې غالب به اوسني نه خو راتلونکي نسلونه ښه وپېژني او له خبرو به یې ډېر څه خپل کړي. غالب تر هغه وروسته د سختۍ ژوند درلود چې د مغولو امپراتوري ړنګه شوه او واک د برېتانویانو لاس ته ورغی. حکومت په لومړي سر کې له ده او ملګرو سره یې سخت ناوړه چلند وکړ. د ده څو ملګري له مغولو سره د اړیکو په تور او همدا راز ځينې بیا وروسته د حکومت پر ضد په تخریبي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور د برېتانوي حکومت له لوري ووژل شول.

غالب له ماشومتوبه د شعر او ادب مینه وال و. په ۱۱ کلنۍ کې یې شاعري پیل کړه. په لومړي سر کې یې په فارسي شعرونه ویل. ده په کور کې په ترکي او اردو ژبو خبرې کولې، خو د زده کړو په لړ کې یې فارسي ژبه هم زده کړه او همدا راز په دې برخه کې ډېرې مطالعې د دې جوګه کړ چې په فارسي ښه شاعري وکړي. په شاعرانه کلامونو کې یې اردو لغاتونه خورا ډېر دي. د دې تر څنګ د ترکي ژبې لغاتونه هم د میرزا په شعر کې تر سترګو کېږي. دی چې کله ځوانېږي، نو بیا په اردو شاعري پیلوي، غزل او قصیدې لیکي. یو وخت یې له یوه ملګري سره مخامخ کېږي او ده ته وریادوي چې په فارسي ژبه به یې هم ښه شاعري کوله، نو ځکه غالب هڅول کېږي چې په فارسي ژبه هم شعرونه ولیکي. اوس یې د فارسي شعرونو کمیت تر اردو شعرونو ډېر دی. دی په خپله شاعرۍ کې د هندي سبک پیرو دی، نازک خیال شاعر دی، طعبیت ته متوجه دی، ژوند ته پام کوي او له ښکلو تشبیهاتو په شعرونو کې کار اخلي.

غالب یې په شعر او شاعرۍ کې د هغه له واقعي شخصیت سره توپیر لري. په مذهبي لحاظ انسانیت او مذهبونو ته درناوی لري. دی مذهبي سړی نه و، سره له دې چې شاوخوا کسان یې مذهبیان وو. ان خصر یې مشهور دیني عالم او مخور سړی و. ده خدای، پیغمبر او د هغه کورنۍ ته درناوی درلود. په شعرونو کې یې ښکاري چې له علي سره یې مینه وه. ویل کېږي چې هغه به هره شپه اوږده شېبه اسمان ته کتل، په کټ کې به لټ په لټ اوښت او د نړۍ نظم ته به حیران و. د غالب په اړه یوه خبره دا هم ده چې ډېر خوب یې نه درلود، دې بې خوبۍ ورسره مرسته کوله چې لا ډېره شاعري وکړي او لا ډېر څه ولیکي. هغه په ژوند کې په خپلو تېروتنو اقرار کاوه، ریا کاره سړی نه و، له خلکو یې خپلې نیمګړتیاوې او تېروتنې نه پټولې. دی ډېر وخت مذهبي او دیني متعصبین په خپل کلام کې مسخره کوي. په ژوند یې هم تنګ نظره خلک نه خوښېدل. له دې ټولو سره سره غالب یو معمولي انسان و. ځينو په شرق او غرب کې په ده پسې خرافاتي کیسې هم تړلې دي، خو څېړنې وايي چې هغه د نورو شاعرانو او انسانو په څېر معمولي ژوند درلود او خلک هم له ډېرې مینې په ده پسې د ستاینې خرافاتي کیسې تړي. د شعري ارواپوهنې له اړخه غالب دوه ګونی شخصیت لري. په شعر کې کله د سیند له غاړې له تندې مړه کېدل ویاړ او شهادت بولي، خو کله کله بیا په یو څاڅکي اوبو پسې نارې سورې جوړوي.

ده په خپلو شعرونو کې نه یوازې د هندیانو، بلکې په سیمه کې د ټولو مشترک فرهنګ لرونکو ملتونو پر یو ځایوالي ټینګار کاوه. ده به له اصفهان، له سمرقند تر کابل، هرات او ډهلي د یووالي غږ کاوه او پر خپلو ملتونو یې د بیدارۍ نارې وهلې. غالب یوازې په شاعرۍ کې نه، بلکې په ځینو نورو هنرونو کې هم وارد و. هغه خورا خوږ نثر هم لیکه، له همدې امله د بهادرشا دربار ده ته ځانګړې څوکۍ ورکړه.

سره له دې چې غالب په ژوند کې ستونزې لرلې، خو د دوستانو تر منځ یې بیا په ټوکي او ظریف سړي هم شهرت درلود. د ده یو شاګرد هالي تل د ده له شوخیو او په مجلسونو کې یې له ځينو ټوکو یادونه کوي. د ده ډېرې کیسې شته چې هم له پند ډکې دي او هم د ټوکې او مسخرو بڼه لري. د ده ظرافت تر ډېره په هغو لیکونو کې ښکاري چې خپلو ملګرو ته یې لېږلې دي.

غالب په سیمه کې ستر شاعر و. هغوی چې د سیمې د شعر او ادب په اړه خبرې کوي، مقالې لیکي او یا غواړي په سیمه کې پر روان ادبي او علمي بهیر پوه شي، نو د میرزا غالب شعر او شاعري یې ارو مخې ته راځي. سره له دې چې غالب ستر شاعر و، خو د عمر وروستي وختونه یې له سختیو، بچارګیو او ستونزو ډک وو. ویل کېږي چې د مرګ پر مهال غالب څلوېښت زره روپۍ پوروړی و چې هغه وخت ډېرې پیسې وې. له ده سره د وخت یو چارواکي د پیسو ژمنه هم کړې وه، خو تر مرګ یوه ورځ وروسته ده ته ورسېدې. غالب د ۱۸۶۹ ز کال د فبرورۍ په ۱۵مه په نوي ډهلي کې ومړ. دی په خپله هستوګنځي کې د هند د ستر صوفي خواج نظام الدین اولیا مزار ته نږدې خاورو ته وسپارل شو. د غالب دا خبر رښتیا شوه چې تر مرګ وروسته به یې ډېر خلک وپېژني، همداسې وشول، ډېر مینه وال یې پيدا کړل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې خلک له کلام او هنر سره بلد شول.

Share10Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د خلکو ازادي بښونکي پوځ او وسله والو پوليسو پلاوي په عمومي غونډه کې ګډون وکړ

مارچ 8, 2026

وانګ يي: د دولت رئيس ډيپلوماتيک فعاليتونه د چین د ډيپلوماسۍ بنسټ دی

مارچ 8, 2026

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټه: د ۱۵م پنځه کلن پلان په مسوده کې راتلونکي چارې ترتيب شوې

مارچ 8, 2026

سوداګرۍ نړيوال سازمان د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هڅولو کې د چين د رول ستاينه وکړه

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In