د زنجبیل ریښې د انتي اکسیډاونو تر ټولو ښه سرچینه ده. څېړنو ښودلې چې زنجبیل د هغو سلولونو د ودې مخه نیسي چې په لویه کلمه کې د سرطان د جوړېدو لامل ګرځي. پر دې سربېره د تیو، سږو، پوستکي، پانکراس او پروستات سرطان مخنیوی هم کوي. په ورځني ډول د زنجبیل کارول مو د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي او د ژمي په یخو شپو کې مو له ذکام او انفولانزا څخه ژغوري. له هغې ورځې چې د زنجبیل خوند کشف شوی، د هر چا د پخلنځي مېلمه شوی او د خوړو د خوند د لا زیاتوالي لپاره یې کاروي. له زنجبیل څخه په هر ډول خوړو کې ګټه اخیستی شی، د خوړو خوند ښه کوي او د وزن په کمېدو کې در سره مرسته کوي. نباتات پېژندونکي وایي، هره کورنۍ باید د ورځې په اوږدو کې په خپل غذایي رژیم کې لږ تر لږه ۴۰ ګرامه زنجبیل وکاروي. زرګونه کلونه کېږي چې له زنجبیل څخه د جنسي قوت لپاره هم ګټه اخیستل کېږي.