کاهو د شنو او لویو پاڼو لرونکی بوټی دی، چې پاڼې یې خامې خوړل کېږي او ډېری کسان په سلاد کې ترې ګټه اخلي. کاهو له وېټامین اې، بي، سي، اوسپنې، کلسیم اکساید، فاسفورېس، مګنیزیم، منګنیز، سوډیم او مسو څخه مالامال دی او تنده له منځه وړي. د خرڅلاو یا اهلي کاهو چې یو کال عمر لري شنې، اوږدې او پلنې پاڼې لري. پاڼې یې له شینوالي سره سره غوړې، شفافې، نرمې او نازکې ښکاري. روغتیا پالان وایي، د کاهو خوراک د وینې صافولو سره مرسته کوي. له دې سره سره کاهو صفرا کموي، قبضیت، ټوخی او د بدن دردونه له منځه وړي او خوب اراموي. کاهو د میکروب ضد خاصیت لري، تنده او د سینو درد له منځه وړي. د مثانې د زخمونو لپاره درمل دي او د ادرار لپاره لار پرانېزي. هغه کسان چې اشتها نه لري، کاهو ورته تر ټولو ښه نسخه ده. د دې لپاره چې په ټپي شوي ځای مو له سره وېښتان را شنه شي، کاهو وخورئ. په چین کې یې هغه مېرمنې چې ماشوم ته شیدې ورکوي د شېدو د زیاتوالي لپاره خوري.