د قهوې مینهوالو ته غوره خبر دا دی چې د یوې نوې څېړنې پر بنسټ، دغه څښاک انسان د کولمو له سرطانه ژغوري. دغه څېړنه چې د امریکا د مسچوسېټ ایالت په باسټن کې د ډانا – فاربر د سرطان په مرکز کې تر سره شوې، ۱۰۰۰ د کولمو پر سرطان اخته کسانو پکې ګډون کړی و. دغې څېړنې موندلې چې هره ورځ ۴ پیالې یا تر دې ډېره قهوې څښل چې تقریباً ۴۶۰ ملي ګرامه کیفین کېږي، په دغو ناروغانو کې بېرته پر سرطان د اخته کېدو خطر لږ کړی. څېړونکو د دې څېړنې په پایله کې ویلي: «په هغو ناروغانو کې چې پورته ذکر شوې اندازه قهوه يې څښله، بېرته د کولمو پر سرطان د اخته کېدو خطر د هغوی په پرتله چې نه یې څښله، ٪۴۲ لږه شوی. له دې سربېره، په دغو کسانو کې د سرطان له امله د مړینې خطر هم ٪۳۳ کم شوی و. دغه څېړنه په کلینیکل انکولوژي څېړنیزه مجله کې خپره شوې ده.