ملا ابراهیم صدر چې لومړی ځل په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره مخ شو، هغه ته یې د وحشیانه جګړې داسې واقعیت په ډاګه کړ چې هېڅکله به یې هم هېر نه شي. د هغو کسانو لپاره چې نوموړی یې وروسته ولید چې د طالبانو د لیکو له منځه یې قیام وکړ او د القاعدې شبکې دننه یې درناوی ترلاسه کړ، د هغه هدف آن له هغه وخته په ډاګه کېږي.
د ۲۰۰۱ ز کال د مني موسم و، صدر د طالبانو له منځ پوړو قوماندانانو څخه و چې له کابل څخه د دفاع مسوولیت یې پر غاړه درلود. کله چې د متحده ایالتونو هوایي الوتکو ښار تر اور لاندې ونیو، هغه خپل جنګیالي په ټرېنېنګ سمڅو او سوړو کې د دفاع لپاره ځای پرځای کړل، هغه له کیمیاوي وسلو څخه د ساتنې په موخه ماسکونه واغوستل، خو د نوموړي زاړه او پخواني تکتیکونه او وسایل د امریکایي هجوم په مقابل کې بې ګټې وو. د حاجي سید په نوم د هغه یو جنګیالی یوه صحنه په یاد لري او وایي: «په یوه بم سره د کابل ټول غرونه ولړزېدل».
هغه کسان چې په تېښته بریالي نه شول، یا د هوا له لارې د بي-۵۲ الوتکو او یا هم د ځمکې پر سر د طالبانو د مخالفو افغان ملېشو له خوا ووژل شول. صدر تر خپلې وسې وسې هڅه کوله چې قوي پاتې شي او دا ورته سخته وه چې ووايي چې په دې ځای کې د دوی پاتې کېدل او جنګېدل بې مانا دي. کله چې د طالبانو رژیم راوپرځول شو، هغه هم د جنوبي ولایت کندهار پر لور مخه کړه. له هغې وروسته نوموړی ورک شو او د اوسېدو ځای یې یوازې څو نږدې ملګرو او کسانو ته مالوم و.
د صدر پټې تېښتې د امریکا په تاریخ کې پر ټولو اوږدې جګړې(د افغانستان جګړې) ژور اغېز درلود.
د راتلونکو ۱۹ کلونو په اوږدو کې هغه له لومړنیو کسانو څخه و چې د ماتې ترخه مزه یې وڅکله څو طالبان له یوه دولت څخه د نړۍ په یوې تر ټولو اغېزناکې چریکې ډلې بدل کړي او دی هم پکې عمده رول ولوبوي. پر دې سربېره، ډېر کم افغانان یا امریکایان د ده د پټ کار پر رول او څرنګوالي خبر وو.
صدر د طالب جنګیالیو مشر دی او په ټول افغانستان کې د دوی مسوولیت پر غاړه لري. د هغه تر نظر لاندې طالبانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې ځانمرګي بریدونه، د سړک د غاړې بمي چاودنې او په ښارونو کې ترور او وژنې ترسره کېدې.
له ۲۰۰۱ ز کال راپدېخوا په افغان جګړه کې له ۳۵۰۰ زیات امریکایي پوځيان او لسګونه زره ملکي افغانان وژل شوي دي، خو اوس امریکا پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د فبروري میاشتې د هوکړې له مخې، له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي، مګر په دغه هېواد کې لاهم وینې بهېږي. د افغانستان د ملي امنیت شورا د راپور له مخې، یوازې د تېرې جون میاشتې په یوه اونې کې ۲۹۱ افغان پوځیان وژل شوي دي.
پر دې سربېره چې صدر پر دې بریالی شوی چې هم د ځان او هم د طالبانو لپاره په دومره لویه کچه کارونه وکړي، خو له دې سره سره خپل ځان په ډېره ټيټه کچه کې شمېري او دا د هغو کسانو لپاره چې نوموړی پېژني، د ډېرې حیرانتیا خبره نه ده. د هغه ملګري د نوم نه ښودو په شرط وایي چې هغه یو پیاوړی او با استعداده قوماندان او مشر دی چې له شهرت سره چندان علاقه نه لري. دوی وایي چې هغه د طالبانو د ۱۹۹۰ ز کال د اسلامي قوانینو پلي کېدو ته ډېر وفادار دی.
لسیزې وخت یې ونیو چې صدر د جګړې په ډګر کې داسې وځلېږي. هغه په ۱۹۶۰ ز کال کې د جنوبي ولایت هلمند په جغوران کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چېرې چې د انارو ډېرې ونې دي او دغه راز په دې ولسوالۍ کې په لویه پیمانه تریاک هم کرل کېږي. دغه راز یاده ولسوالي د امریکا په مشرۍ د یرغل پر مهال د سختو نښتو او جګړو شاهده هم وه.
صدر چې د پښتنو د یوې محترمې قبیلې (الکوزي) د یوې کورنۍ منځنی بچی و، په کور کې تر ډېره پر خدایداد مشهور و. وروسته له هغې چې د افغانستان کمونیستانو په ۱۹۷۸ ز کال کې د کودتاه له لارې واک ترلاسه کړ او شوروي ځواکونو هم یو کال وروسته پر دغه هېواد یرغل وکړ، دی او کورنۍ یې پر دې باوري شول چې باید له اسلامي مقاومت سره یوځای شي.
صدر له خپل پلار سره یوځای د جمعیت اسلامي په نوم له یوه ګوند سره چې د افغانستان له لویو ګوندونو څخه دی، یوځای شو او غړیتوب یې ترلاسه کړ. د سنګین یو اوسېدونکی چې له صدر سره یې اوږه پر اوږه د جګړې ډګر تود ساتلی و، وایي چې دا د نوموړي لپاره یو عملي انتخاب و. دغه کس چې اوسمهال ډېر مشر هم دی، وایي: «موږ پرېکړه وکړه چې له جمعیت سره یوځای شو، ځکه چې دوی موږ ته تر ټولو ښه خواړه او وسلې راکولې».
کله چې په ۱۹۹۲ ز کال کې په افغانستان کې کمونیستي رژیم نسکور شو، صدر د افغانستان په دننه کې له کورنۍ جګړې څخه چې د بریالي شویو مجاهدینو د ډلو ترمنځ ونښته، ډډه وکړه او له دې جګړې یې ځان لرې وساته او پرځای یې د زده کړو لپاره د پېښور یوې مدرسې ته ولاړ.
په دې موده کې هغه خپل نوم ابراهیم ته چې یو پیغمبر و، بدل کړ. د نوموړي په ځان کې د رهبرۍ ځانګړو مهارتونو ته په کتو، ډېر ژر د هغو شاګردانو د درناوي په پار هغه ته د (صدر) چې په فارسي کې د (ولسمشر) مانا لري، لقب ورکړ. نوموړي هم دا لقب د خپل تخلص په توګه ومانه.
په ټول افغانستان کې د کورنیو جګړو له پیلېدو سره سم طالبان راپیدا شول او ژمنه یې وکړه چې په هېواد کې به نظم راولي او قانون به پلی کوي. صدر چې د طالبانو له ډېریو بنسټګرو سره یې له پخوا پېژندل، له لومړنیو کسانو څخه و چې د دوی بلنې ته یې لبیک ووایه او له دې ډلې سره یوځای شو. دا ډله په ۱۹۹۴ ز کال کې له جوړېدو وروسته لومړی په کندهار او هلمند او بیا له هغه ځایه د هېواد ګوټ ګوټ ته وغځېده.
یو پخوانی طالب جنګیالی چې اوسمهال په کندهار کې سوداګریز کارونه کوي او څو کاله له صدر سره پاتې شوی او هغه له نږدې ښه پېژني، وايي: «هغه مشرانو ته نږدې و، خو د هغوی پر وړاندې به تل چوپ و او ځان به یې داسې نه ښودو چې ګواکې قوماندان دې وي».
کله چې طالبان په ۱۹۹۶ ز کال کې واک ته ورسېدل، صدر د دوی په منځ کې د لا زیات محبوبیت څښتن شو، هغه د پلازمېنې د هوایي ډګر د رییس او تر دې هم مهم، د کابل د هوایي ځواکونو قوماندان وټاکل شو.
د نورو طالب مشرانو په څېر، صدر هغه مهال پر دې افتخار کاوه چې په منځنۍکچه ژوند ولري، هغه د پرهېزګار او جنوبي سمت پښتون په څېر عادي کالي اغوستل، ان رسمي ځایونو ته به هم په همدې ډول جامو کې تللو، خو نوموړي په ځان کې د ننه د رهبرۍ ډېر مهارتونه او ځانګړې کارېزما درلوده او همدغه څه د نورو کسانو په منځ کې ډېر محبوب کړی و.
صدر د کابل د هوایي ځواکونو د قوماندان په توګه د طالبانو د رژیم د داخلي مخالفینو پر وړاندې کوچنی، خو ډېر مهم رول ولوباوه.
د هغو پیلوټانو به پر شمالي ټلوالې، د مجاهدینو پر پخواني ائتلاف، پخوانیو کمونیستانو او جنګسالارانو بمبارۍ کولې چې وروسته دغو ډلو بیا پر افغانستان د امریکا له برید سره ډېره مرسته وکړه. نوموړي نور هم پرمختګ وکړ، خپلې اړیکې یې پراخې کړې چې په راتلونکو لسیزو کې یې له هغه سره ډېره مرسته وکړه.
په ځانګړې توګه صدر د طالبانو له راتلونکي مشر ملا اختر محمد منصور سره چې هغه مهال د ملکي هوايي چلند وزیر و، خپلې اړیکې ډېرې نږدې کړې. یوې سرچینې ایشیا ټایمز ته وویل چې نوموړي په کابل کې د بهرنیو جنګیالیو او جهادي ډلو پر ځای پر ځای کولو سره چې د القاعده شبکې غړي هم پکې وو، له ډېرو بهرنیو ډلو سره اړیکې جوړې کړې.
کله چې متحده ایالتونو د ۲۰۰۱ ز کال په اکټوبر کې پر افغانستان برید وکړ، صدر د کابل په شمال کې په جبهه کې ځای پر ځای شو او د څو عرب جنګیالیو په مرسته یې عملیات تر سره کول، خو نوموړي ونه شو کولی چې خپله سیمه وساتي او د کابل په جنوب کې یې یوې نظامي اډې ته شاتګ وکړ. حاجي سید چې د هغه نږدې ملګری پاتې شوی او د خپل هویت د خوندیتوب لپاره یې دغه نوم ځان ته غوره کړی، وايي: «په هغې ورځ ما بل هېڅوک ونه لیدل چې د جګړې رهبري پر غاړه واخلي، هغه د جګړې دروند پېټی پر اوږه اخیستی و».
سید په وروستیو کلونو کې د صدر له ځای او کارونو ډېر مالومات نه لري، ویل کېږي چې نوموړی په ۲۰۱۴ ز کال کې وروسته له هغې چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر مړ شو، د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر وټاکل شو.
صدر وروسته له هغې دا ارتقا وکړه، کله چې د ملا عمر له مړینې وروسته د نوموړي پخوانی ملګری او د ملکي هوایي چلند ادارې مشر ملا منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو. منصور د ۲۰۱۶ ز کال د مې په ۲۱ مه په پاکستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، خو صدر هغه مهال ثابته کړې وه چې له دې هم ډېره وړتیا لري.
یو پخوانی طالب چې اوسمهال په کندهار کې سوداګریز کارونه پر مخ وړي، ادعا کوي: «صدر ټول بهرني جنګیالي او د تاریاکو تجارت کنټرولاوه».
د روان کال په بهیر کې داسې ګنګوسې وې چې صدر د ملا عمر د یوه زوی چې د طالبانو مهم مشر دی، پرځای ټاکل کېږي څو د طالبانو خپلمنځي اختلافات پای ته ورسېږي. پر دې سربېره، د ایشیا ټایمز سرچینې وايي چې هغه که هرې برخې ته بدل شي، ښه پرېکړه او پرځای ګومارنه به وي. صدر دغه راز د دې ډلې د نظامي چارو مسوولیت هم پرغاړه لري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ راپور چې پکې ویل شوي صدر د طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر په توګه ټاکل شوی، هم تایید شوی دی. د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، صدر ان په ۲۰۱۹ ز کال کې د اسامه بن لادن له زوی حمزه سره په سنګین کې له نږدې کتلي دي. په راپور کې راغلي: «هغه حمزه ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به له القاعده شبکې سره خپلې تاریخي اړیکې په هر ډول ساتي او په هېڅ قیمت به یې نه پرې کوي».
له دې لیدنې څو میاشتې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې حمزه بن لادن د امریکا د پوځ په یوه برید کې وژل شوی دی، خو نوموړي د دغه برید ځای او وخت په ډاګه نه کړ. په همدې حال کې صدر لاهم خپل چانس ته په هماغه ډول دوام ورکوي، لکه څرنګه یې چې په ۲۰۰۱ ز کال دوام ورکاوه، خو دا ځل متحده ایالتونه د ماتې په حال کې دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغې هوکړې له مخې چې په تېره فبروري کې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شوه، د امریکا د پوځ وروستی سرتېری به راتلونکی کال له افغانستانه وځي. په مقابل کې یې طالبانو ژمنه کړې چې له بهرنیو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې نه پالي، هغه ژمنه چې ډېره لرې ښکاري؛ ځکه چې د دې ډلې د نظامي برخې مشر او نورو قوماندانانو او جنګیالیو ته د منلو وړ نه ده.
اوسمهال طالبان باید پرېکړه وکړي چې ایا خپله جګړه پای ته رسوي او د افغانستان له دولت سره سوله کوي او یا هم که هڅه کوي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به د زور له لارې واک ترلاسه کوي. په دې چاره کې به د صدر نظر او رول ډېر مهم وي. کندهاری سوداګر او پخوانی طاب چارواکی وایي: «هغه ډېره پیاوړې اراده لري، د هغه هو، هو دي او نه یې نه دي!»