فارياب د هېواد له شمالي ولايتونو څخه دى، چې له ترکمنستان هېواد سره پوله لري، غرب او خراساني جغرافيه ليکوونکو دا ولايت په فيرياب، پارياب او بارياب بڼو هم ليکلى دى. په لومړنيو شپږو اسلامي پېړيو کې دا ولايت د خراسان له مشهورو او کرنيزو ولايتونو څخه شمېرل کېده او په څلورمه پېړۍ کې له جوزجان سره يو ځاى د نعمتونو د ښار او د سوداګريزو کاروانونو لار ګڼل کېده.
د فارياب مرکز ميمنه ښار د جغرافيايي موقعيت له مخې د شمالي طول البلد په ٣٥-٣٧ درجو او د ختيځ عرض البلد په ٦٤-٦٦ درجو کې پروت دى.
دا ولايت د کابل شمال ته په ٨١٥ کيلومترۍ کې واقع دى، له شمالي اړخه له ترکمنستان سره پوله لري او په ختيځ او سوېل- ختيځ کې له سرپل، په سوېل کې له غور او لوېديځ کې له بادغېس ولايت سره نښتى دى.
فارياب په ختيځ او شمال- ختيځ کې له جوزجان ولايت سره جغرافيايي حدود لري او د جوزجان او فارياب تر منځ تر ټولو اوږد واټن ليلې دښتې (دشت کعب) جوړ کړى دى.
د تيربند- ترکستان د غرونو لړۍ هم د فارياب په سوېل کې له ختيځ نه د لوېديځ په لور غځېدلې او د سمندر له کچې نه له دوو نه تر پنځو زرو مترو پورې لوړوالى لري، چې وروسته بيا د بادغيس تر مرغاب سيند او هرات پورې غځېدلې ده.
د افغانستان د سياسي جغرافيې د خپرونو پر بنسټ ، د دې ولايت پراخوالى ٢٧٩٢٢ کيلومتره مربع ښودل شوى او د وګړو شمېر يې په هرو دوو کيلومترو کې ٦١ تنه ښودل شوى. د همدې شمېرو له مخې، د فارياب ټولييز نفوس له يوه ميليون او ٧٠٠ زره کسانو څخه زيات اټکل کېږي، خو په رسمي مجلسونو او محافلو کې د دې ولايت نفوس له دوو ميليونو کسانو څخه زيات بلل کېږي.
د فارياب اقليم په ځانګړي ډول پسرلي کې باراني او زيات ورښت لري، خو دا چې د غنمو زيات کښتونه يې درلودل، نو دا ولايت په تېر کې د افغانستان د ګدام په نامه يادېده.
د اوړي ګرمي يې تر ٣٦ درجو سانتي ګراد پورې رسېږي، د ورښت منځنۍ کچه يې په کلي ډول تر ٧٠٠ ملي مترو اټکل شوې او ځمکه يې د سمندر له کچې ٨٤٤ متره اوچتوالى لري.
ولسوالۍ:
ميمنه ښار د فارياب ولايت مرکز دى، دا ښار له ٩ ناحيو څخه جوړ شوى او نفوس يې نږدې ٢٠٠ زره تنه اټکل شوى دى.
د نومونې وجه: دا ښار پخوا د (يهوديه- نسائيه- السناء او محرقه) په نومونو هم ياد شوى او په درېيمه هجري پېړۍ کې د نن يهودانو ښار (ميمنه) د فارياب د امارتي ادارې مرکز و.
د اريانا ښارونه مولف ليکي: «ميمنه ښار په لومړي ځل د هغو اسرائيلو له خوا جوړ شو، چې د بخت النصر له خوا را استول شوي وو، خو وروسته بيا مسلمانانو په نېک فال ونيوه چې ميمنه يې د نېکمرغۍ ښار په نامه يادوه.»
فارياب نورې ١٤ ولسوالۍ لري چې د پشتنونکوټ، المار، قيصار، خواجه سبزپوش، شيرين تګاب، دولت اباد، بلچراغ، ګرزيوان او لولاش( کوهستان) دي.
اندخوى هم يوه پراخه ساحه ده، چې د اندخوى، قرمقل، قرغان او خانچارباغ ولسوالۍ په کې شاملې دي.
غورماچ ولسوالۍ هم په دې ولايت پورې اړه لري، چې د نويو تشکيلاتو له مخې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په فارياب پورې اړونده شوې ده.
دا ولايت درې نا منظورې شوې ولسوالۍ هم لري، چې اوسمهال د ولسوالۍ په کچه برابرې شوې. دا ولسوالۍ چهلګزي، پند او خواجه موسى دي.
د فارياب اوسېدونکي له ازبک، تاجک، پښتون، ترکمن او ايماق قومونو څخه دي، خو ځينې نور قومونه لکه عرب، هزاره (ميمنه ښار کې)مغل او ناقلين (کوچيان) چې په دولت اباد، شيرين تګاب، المار، قيصار او پشتونکوټ ولسواليو کې مېشت دي، خو غوڅ اکثريت يې ازبکان جوړوي. دوديزه ژبه يې ازبکي، دري، ترکمني او پښتو ده.
فارياب ولايت له ١٤٥٠ زيات کلي لري او د کليو او پراختيا رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، له کوهستان ولسوالۍ پرته په نورو ولسواليو کې يې ١١٤٠ د ملي پيوستون شوراګانې جوړې شوې دي.
فرهنګ:
فارياب يو له هغو ولايتونو څخه دى چې غښتلې فرهنګي او عرفاني مخينه لري، د افغانستان په تاريخ کې ډېر نوماندي شاعران او ليکوال په دې ولايت پورې اړه لري.
د فارياب پخواني او وروستني ځينې نوماند شاعران او ليکوال دا دي: فارياب ظهيرالدين ظهير فاريابي، پروفيسور غلام محمد ميمنګي (مشهور نقاش او انځورګر)، محمد يحيى نادم قيصاري او داسې نور.
په وروستۍ لسيزه کې ځينې فرهنګي بنسټونه او ټولنې هم په دې ولايت کې فعالې شوې، چې کولى شو له دې جملې نه د قلم ادبي ټولنې، موى دوست سلسله، ګوهرشاد بيګم فرهنګي کور (خانه فرهنګي)، دمدني ټولنې او فرهنګ روڼ اندي، ظهيرفاريابي بنسټ، فارياب مدني بنسټ، اشيانج، دوستان، جوانان ميهن او نورو ټولنو نومونه واخلو.
د نقاشۍ او انځورکښنې هنر: غلام محمد ميمنګي د نړۍ لومړى پروفيسور دى، چې په ختيځه اسيا کې د افغانستان د رسامۍ او نقاشۍ هنر يو مخکښ افغان هنرمند تېر شوی، چې دروانې پېړۍ په دويمه لسيزه کې له فارياب نه کابل ته تبعيد او په همدې ښار کې ومړ.
عبدالعزيز رووفي يو بل ماهر رسام او نقاش دى، چې د وريجو په يوه دانه يې بسم الله الرحمن الرحيم ليکلي وو، همداسې کاظم اميني، محمد داوود نجفي، استاد محمد صديق حجاز، استاد غلام محمد حجاز، محمد کاظم عرب، محمد هاشم ارام او سليمان اميني هم د دې ولايت له مشهورو نقاشانو، انځورګرانو او ميناتورانو څخه دي. خو معاصرې کمپيوټري ټکنالوژۍ دا هنرونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
رسنۍ :
د دې ولايت لومړنۍ خپرونه “ستوری” نومېږي، چې په ١٣٢٢ لمريز کال په فارياب کې د لومړي ځل لپاره چاپ شوه او هره اونۍ به د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري خپرېده.
د طالبانو د حکومت له پرځېدو سره سم په دې ولايت کې د صدای ملت، صدای قلم، حقيقت، کورش، ايشانج، ميمنه، کوزګو، آق يول او مالي امکاناتو د نشتون له امله د مياشتنيو او مهالينو په بڼه د مزارشريف او کابل په مطبعو کې خپرېږي.
تاريخي ابدات:
په فارياب ولايت کې ډېر تاريخي زيارتونه شته، چې له دې ډلې د امام صاحب، شاهمردان (د حضرت علي رض د قدم اېښودلو ځاى)، خواجه عزيزان (اصحاب کهف)، لقمان حکيم مزار (لقمان باعورا)، د خواجه اسحاق او همدارنګه د خواجه بلچراغ زيارت هم په ميمنې ښار کې دى.
پوهنه:
په فارياب ولايت کې ٥٠٤ ښوونځي شته، چې١٢١ يې لېسې او پاتې نور يې لومړني او منځني ښوونځي دي، چې د ١٨٠ زره نجونو په ګډون پکې له ٤٠٠ زرو زيات زده کوونکي زده کړې کوي، چې تدريسي چارې يې د ٧٧٠٠ ښوونکو له خوا تر سره کېږي.
د دې تر څنګ په فارياب کې ٢٩ مدرسې او دارالحفاظونه، ٦ تخنيکي او مسلکي لېسې او د ښوونکو روزنې ٨ مرکزونه هم فعاليت لري.
پوهنتون:
د فارياب د لوړو زده کړو موسسه هم په ٧٥ جريبه دولتي ځمکه کې د درې ميليونه ډالره لګښت سره په ميمنې ښار کې جوړه شوې او په ١٣٩١ لمريز کال يې د پوهنتون کچې ته ارتقاع کړې ده.
په دې پوهنتون کې د ٤٥٠٠ کسانو په ګډون، چې ٤٠ سلنه يې نجونې دي، د ښوونې او روزنې، ادبياتو او بشري علومو، اقتصاد، کرنې، حقوق او شپې پوهنځيو کې زده کړه کوي.
جوماتونه :
په دې ولايت کې ٢٣٠٠ جوماتونه هم شته چې له دې ډلې يې ٤٠٠ جامع جوماتونه دي، په رسمي ديني مدرسو سربېره ٧٢ دارالحفاظونه په جوماتونو کې په غير رسمي بڼه جوړ شوي، چې د هېواد بچيان په کې روزل کېږي.
صنعت:
د افغانستان تر ټولو مشهورې غالۍ په فارياب ولايت کې تولیدېږي ، چې نړيوال نوم يې خپل کړى دى، د دې ولايت د څلورو ولسواليو (اندخوى، قرمقل، قرغان او خانچارباغ) ٦٥ سلنه وګړي د خپل ژوند اړتياوې د غاليو له صنعت څخه پوره کوي، خو د خواجه سبزپوش، دولت اباد، شيرين تګاب، بلچراغ او قيصار ولسواليو غالۍ هم بېل نوم لري، چې د علي خواجه، مورى او تګاب شيرين په نومونو يادېږي.
د دې تر څنګ د فارياب ټغر هم مشهور او له ښه ملي او نړيوال مارکېټ او بازار څخه برخمن دي.
د اقينه مهم ترانزيټي بندر هم په اندخوى ولسوالۍ کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د افغانستان او ترکمنستان په ګډه پوله پروت دى، چې هره ورځ ترې په سلګونو ترانزيټي وسايط له ترکمنستان، ايران، ترکيې، عربي متحده اماراتو، اروپا او چين څخه سوداګريز مالونه افغانستان ته راوړل کېږي.
د دې تر څنګ قرص ګنډنه، خامک ګنډنه، مرۍ ګنډنه، لنګۍ جوړونه او نور وړين توکي هم په دې ولايت کې جوړېږي، چې که څه هم له سقوط سره مخ دي، خو بيا هم تر يوې کچې ښه بازار لري.
په فارياب کې د زرګرۍ، حلبي جوړولو، مسګرۍ، اهنګرۍ، ترکاڼۍ او کلالۍ صنعتونه هم لا دود دي، خو په وروستيو کلونو کې يې بازار سوړ شوى دى.
کرنه:
فارياب ولايت معتدله هوا لري، چې ٧٠ سلنه اوسېدونکي يې پر کرنه بوخت دي او تر ځان اضافه شوي کرنيز توکي بازار ته هم وړاندې کوي.
د دې ولايت انګور په ځانګړي ډول د قيصار، المار، ميمنې ښار، خواجه سبزپوش او شيرين تګاب انګور له ځانګړي نوم څخه برخمن دي او د کابل په بازارونو او حتى په شمال او نورو ولايتونو کې لوړه بيه لري.
د فارياب خربوزې او هنډوانې هم له ښه خوند او مزې څخه برخمنې دي، چې حتى په ترکمنستان، ازبکستان او پاکستان کې مېشت افغانان يې هم له ځان سره وړي.
د دې تر څنګ د فارياب بېلابېلې وچې او تازه مېوې، سبزيجات او غلې دانې هم له ځانګړي نوم او خوند څخه برخمنې دي.
د فارياب خوراکونه:
ازبکي قابلي، لاندي پلو، ديگي او تندوري، تکه کباب، بره کباب، چوپان کباب، شيرماهي، آش چکه يي اش، قاشقوي اش، پلو اش، کچري قروت، ايشليکي (په دې خوراک کې کدو سورى کېږي، بيا په کې غوښه، حبوبات او ډېر مرچ او مساله يو ځاى کېږي، په خمير کې يې نغاړي او تر اور لاندې يې خښوي ) او دوپيازه يې له ښه نوم څخه برخمن دي. د دې ترڅنګ جلبۍ، کنجد حلوا، پرورده او تلخان هم هغه خواږه څيزونه دي، چې په فارياب کې جوړېږي او بيا د ډالۍ په ډول دوستانو ته استول کېږي .
ورزش
اوغلاق يا وزلوبه، پهلواني، غېږ باسنه او نيزه بازي د دې ولايت له مشهورو لوبو دي، خو فوټبال، واليبال، کاراته او نانګفو يې هم له مهمو وزرشونو ګڼل کېږي.
په دې ولايت کې د کرکټ لوبه هم په تازه ډول رواج شوې، خو د دې ولايت په ورزشي فدراسيون کې يې لا تر اوسه ځاى نه دى موندلى. په دې ولايت کې په ټوله کې څه باندې ١٨ ورزشي فدراسيونونه په بېلابېلو څانګو کې فعال دي.
د شمېرو له مخې، د دې ولايت ١٢٠٠ کسه په وزلوبه، زر کسه په فوټبال او زر کسه په کاراته فدراسيونونو کې غړيتوب لري، خو په يوه کې هم د نجونو فعاليت نه تر سترګو کېږي.
وزلوبه عموماً په ميمنه ښار کې په ټولو ملي او رسمي محفلونو کې د يوه دود په ډول تر سره کېږي او په زرګونو کسان په کې له شور او زوږ سره برخه اخلي.
د دې لوبې پهلوانان چې چاپ اندازان يې بولي، په ډېره تېزۍ په چابکو او چستو اسونو سورېږي او هر چا چې وزه حلالې دايرې ته واچوله، نو نومره ګټي او له نغدو پيسو پرته نورې ډالۍ هم ورکول کېږي.
په دې لوبه کې د اس ټاکنه عمده رول لري او هر اس چې ډېر هوښيار او چټک وي، نو خپل سپور موخې ته رسوي او ګټونکى اعلانېږي.