الحاج پوهاند نسیم ګل توتاخېل، د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د توتاخېلو په لوړ کلي کی زیږیدلی دی. په کوچنیوالي کې یې د کلي د جومات له ملا د الفبا له سپارې زده کړې پيل کړې، ورپسې یې ټول قران عظیم الشان ختم کړی، وروسته یې پنج کتاب، ګلستان، بوستان، مراسلات او خلاصه ولوستل. همدارنګه د آخوند بابا د مدرسې له لوی مدرس مولوي صاحب یې قدوري، کنز، فقه، نور ظلم او په پای کې د قران شریف تفسیر پیل کړ. دی، د کندرخېلو لیسې د لومړنۍ دورې په فارغینو کې د لیسې د عمومي اول نمره په توګه فارغ شو او د هغه کال د کانکور په ازموینه کې یې برخه اخیستې. تر ازموینې وروسته د کابل پوهنتون ساینس پوهنځي ته په لوړو نمرو بریالی شو. د ساینس په پوهنځي کې تر څلورو کلونو زده کړو وروسته په اعلی درجه فارغ او بېرته په یاد پوهنځي کې د علمي کدر په توګه ومنل شو.
ارواښاد استاد توتاخېل په ساینس پوهنځي کې د پوهیالي او پوهنیار د علمي رتبو له اخیستلو وروسته، د لوړو زده کړو لپاره جرمني ته واستول شو. د جرمني د لایپزیک ښار په هردر انستېتیوت کې د جرمني ژبې له زده کړې وروسته، مارتین لوتر پوهنتون ته ورمعرفي شو. هلته د نظري او عملي زده کړو په څنګ کې د ماستري تیزس لیکلو او دفاع په پایله کې یې اعلی درجه دیپلوم تر لاسه کړ. تر دې وروسته هیواد ته راستون او بیرته په خپل پوهنځي کې د استاد په توګه وټاکل شو. د استادۍ په اوږدو کې د پوهنمل، پوهندوی او پوهنوال اکاډمیکو رتبو له اخیستلو وروسته، د پوهاندۍ علمي رتبې ته د رسیدو لپاره په څیړنیز کار لاس پورې کړ او دغه رتبه یې هم واخیسته.
الحاج توتاخېل د ۳۰ په شاوخوا کې علمي – څیړنیز آثار لري، چې په هېواد کې د ننه او بهر په معتبرو علمي مجلو او ژورنالونو کې خپاره شوي دي. همدارنګه توتاخېل، جرمني، جاپان، هند او مسکو ته علمي او رسمي سفرونه، پاکستان او سعودي عربستان ته شخصي سفرونه کړي دي. ده په پښتو، دري، جرمني او انګلیسی ژبو لیک لوست او تدریس کولای شوای. تر یوې اندازې پورې په عربي هم پوهېده. په معاصره ټکنالوژۍ یې ځان پوه کړی او د تدریس په چارو کې یې له ټولو اړینو تکنالوژيکو او الکترونیکي وسایلو استفاده کوله.
دولتی دندې
د کابل ثانوي تخنیک لیسې مدیر، د ساینس پوهنځي استاد، د کانکور کمیټې غړی، په کابل ښار کې د ټولنیزې- فرهنګي شورا رییس او په همدې وخت کې په فرهنګي چارو کې د پوهنې وزیر سلا کار، د لوړو زده کړو د قانون له مخې، د بیولوژي ډېپارټمنټ انتخابي مشر په توګه ټاکل شوی و، چې دې دندې یې تر اوږدې مودې دوام درلود.
ټولنیزې دندې
د کابل میشته کندرخېلو شورا رییس؛ په ۱۳۷۸ کال کې د کابل میشتو توتاخېلو د شورا موسس غړی و. د افغانستان ملی یووالي شورا موسس او رییس و. دا شورا په ۱۳۸۲ کال د سلواغې په ۲۶ مه جوړه او عدلیې وزارت کې ثبت شوې ده. د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایت له کابل میشته مطرح مشرانو د جوړې شوې لویې پکتیا شورا موسس غړی، له ۱۳۸۰ کال راهیسې د آزادو رایو په نتیجه کې ۳ ځله (۱۵ کاله) د همدې شورا د منشي او رییس په توګه پاتې شوی دی. له ۱۳۸۳ تر ۱۳۸۴ د کابل ښار د څلورو مرکزي دولتي پوهنتونو د استادانو د علمي– فرهنګي ټولنې موسس غړی او منشي؛ په ۱۳۸۶ کال کې د څلورو مرکزی پوهنتونو له محصلینو د جوړې شوې (افغان محصل ټولنې) موسس؛ په کابل پوهنتون کې د (اکاډمیک عدالت) په نوم خپریدونکې ارګان موسس په توګه دندې اجرا کړې دي.
د دوستانو په سلا مشوره توتاخېل یو ځل په پکتیا او بل ځل په کابل کې ولسي جرګې ته ځان کاندید کړی دی. نسیم ګل توتاخېل په داسې حال کې چې د ولس له زیاتې خواخوږۍ، مینې، دوستۍ او باور یوه نړی مننه کوله، خو په دې باور و چې د ځینو چارواکو لاسوهنو او په کمېسیون کې فساد د دې سبب شو چې په ټاکنو کې بریالی نه شي.
لاسته راوړنې
استاد توتاخیل نه یوازې دا چې په علمي او اکاډمیکو برخو کې فعالیتونه لرل، لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه په سیاسي او ټولنیزه برخه کې یې هم فعالیت درلود. ده هڅه کوله په رسنیو او میډیا کې خپل نظر څرګند کړي، د دوی په بحثونو کې ګډون وکړي، خلک راویښ کړي، نوی فکر ورکړي او ملت جوړونې روحیه پیاوړې کړي. هغه په دې برخه کې د پام ووړ فعالیتونه کړي دي. له ملي ګټو یې دفاع کړې ده، د ملت په ګټه یې سیاسي دريځ درلود او د خلکو له ګټو یې په زغرده دفاع کوله. پوهنوال توتاخېل، د خپلو همکارانو په ګډون په کابل کې د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د مطرح هیوادو له سفیرانو او استازو سربېره، له پخواني ولسمشر حامد کرزي، اوسني ولسمشر ډاکتر اشرف غني، د ملت بابا، سردار عبدالولي، د ولسمشر له مرستیالانو، مطرح سیاسي او دولتي شخصیتونو، جهادي مشرانو او داسې نورو چارواکو سره په ځلونو غونډې کړې دي او له دوی سره یې د هېواد پر ملي ګټو او د خلکو پر ارامۍ او سوکالۍ بحثونه کړي دي. استاد توتاخیل له دوی سره خپله دا هیله شریکوله چې دلته ژر تر ژره روانه جګړه ختمه شي او د مذاکراتو او خبرو له لارې افغانستان د دایمي سولې او ثبات څښتن شي.
الحاج توتاخېل له ۱۳۷۸ تر ۱۳۸۲ کال پورې، پوره ۶ کاله پرله پسې مبارزه وکړه چې د مناسب او مساعد ذهنیت په رامنځ ته کولو سره استادان، علمي او فرهنګي شخصیتونه، قومي مشران او دولتي چارواکي په دې قانع کړي، چی د لويې پکتیا باتور ولس د تورې تر څنګ قلم هم وچلوي او د لويې پکتیا په مرکز ګردیز تاریخي ښار کې یو قوي پوهنتون تاسیس او رڼا یې ټول تیاره ګوټونه روښانه کړي. په پای کې د استاد په هڅو د لوی خدای (ج) په فضل او د پکتیا د بېلابېلو زړورو قومونو، مشرانو، د پوهنتون استادانو او په دولت کې د پکتیا ملکي او نظامي کدرونو په مرسته په ۱۳۸۲ کال کې مبارزې رنګ راوړ او د پخواني ولسمشر لخوا د پکتیا پوهنتون د دوو پوهنځیو په تشکیل منظور شو. وروسته له پیښور د آریانا رالېږدول شوي پوهنتون درې پوهنځي ( طب، انجنیري او حقوق ) هم د ډېرو منډو په نتیجه کې منظور او د پکتیا پوهنتون برخه شول. اوس کرار کرار نور پوهنځي هم زیاتېږي او هیله ده چی پکتیا پوهنتون به د هېواد په کچه مطرح پوهنتون شي.
نسیم ګل توتاخېل، د بېلابېلو شوراګانو، مدني ټولنو او جرګو د غړي، منشي، رییس او په ورته وخت کې په فرهنګي چارو کې د پوهنې وزیر سلاکار په توګه په ۱۳۸۴ – ۱۳۸۷ کلونو کې د کابل ښار په درېیمه، پنځمه، اوومه، اتمه، نهمه، لسمه او دوولسمه ناحیه کې لومړی د مورنۍ ژبې په ملاتړ ناحیوي شوراګانې جوړې او د هغوی په مرسته یې کابو ۱۲۰ زره نجونو او هلکانو ته په خپله مورنۍ پښتو ژبه په ټولو ښوونځیو کې ټولګي جوړ او تدریس پیل کړ، چې لا تر اوسه پورې په لږ او ډېر توپیر جریان لري.
ارواښاد توتاخیل، د کابل میشتو لویې پکتیا مشرانو سره په ګډه پرېکړه وکړه، چې په لاهوري دروازه کې د (ملي نجات) په نوم نړول شوی څلی بیرته ورغوي. د څلي عکسونه، سوابق او تاریخچه یې پیدا او په کار یې لاس پورې کړ. ملي سوداګرو د څلي د جوړولو لګښت په غاړه واخیست، دوه کاله یې د دولت په ادارو کې منډې وکړې، له بده مرغه د کابل ښاروالۍ د بد نیته چارواکو او د ارګ د ځینو ځان ساتو مشرانو په سبب، د څلي د جوړولو کار له ځنډ او خنډ سره مخ شو. خو وروسته په ملي شورا کې دننه او بهر ملي مشرانو وغوښتل چې د یاد شوي څلي په بیا رغولو لاس پورې کړي. هغه وو چی د لویې پکتیا، لوی ننګرهار او لوی کندهار مشران د شمالي او شمال د مشرانو په ګډون سره راټول او په ۱۳۹۵ کال کې د تلې په ۲۳ مه تاریخي ورځ د شاندارو مراسمو په ترڅ کی بیرته په خپل ځای د (ملي نجات) څلي بنسټ کیښود. هغه چا ته چې په دې کار کې یې ډېرې منډې کړې وې، یو یو ستاینلیک ورکړل شو. استاد توتاخېل د تېرو او هغو مهالنیو خدمتونو په خاطر هم په یو (ستاینلیک) ونازول شو او له فعالیتونو یې مننه وشوه.
پوهنوال توتاخېل، د کابل میشته لویې پکتیا شورا د مشرانو سره په ګډه، د کابل میشته ځاځیو، څمکنیو، منګلو، ځډرانو، زرمت، ګردیز، خوست، پکتیکا او لوګر شوراګانو په جوړولو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول همکاري کړې ده.
استاد توتاخېل، د کابل ښار د څلورو دولتي پوهنتونونو د (افغان محصل ټولنې) کابو ۴۰۰۰ زره غړي د ۱۳۸۷ کال د چنګاښ په اتمه له مرکزي لیلیې څخه تر ملي شورا پورې رهبري کړل، چې په پوهنتونونو کې په دواړو رسمي ژبو تدریس پلی شي. هغه د خپلو ټولو شوراګانو له غړو سره په ګډه د دې لپاره مبارزه کړې چې د ملي مفکورې په رڼا کې د ملت جوړونې بهیر چټک او ټولې ملي ګټې خوندي وي.
مرحوم استاد توتاخېل تر کلونو خدمت او تدریس وروسته د روان کال د اګست په ۱۶مه په ناڅاپي توګه د زړه د حملې له امله له دې فاني نړۍ لاړ او خپل روح یې حق ته وسپاره. استاد د یادو کارونو تر څنګ، د ژوند تر ټولو ډېره برخه د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې په تدریس او د کدرونو په روزنه تېره کړې ده. هغه په تدریسي برخه کې یو پیاوړی کدر و چې د نړۍ په مشهورو پوهنتونو کې یې زده کړې کړې وې او هغه تجربې یې اوس خپل هېواد ته راوړې وې. نوموړی له پوره حوصلې او دقت برخمن کس و. په علمي چارو کې یې پراخه حوصله او دقت درلودل. هغه کسان چې له استاد توتاخیل سره نږدې پاتې شوي دي، د نوموړي حوصله او علمیت ستايي او په خبره یې استاد پر ملت او خلکو یو مین سړی و چې له ټولګي نیولې تر ټولونو او لوړو څوکیو تل یې د ولس په بیدارۍ او هېښولو کې هڅه کوله.
د استاد شاګردان له هغه ښې خاطرې لري. د بیولوژي پوهنځي د بوتاني ډېپارټمنټ آمر استاد حامد همدرد د استاد توتاخېل مړینه ستره ضایعه بولي او نوموړی د دې پوهنځي ویاړ ګڼي.
ګڼو ملي بنسټونو، سیاسي شخصیتونو، پخواني ولسمشر او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د استاد توتاخېل پر مړینه د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي وو او د هغه مړینه یې یوه ستره ضایعه بللې وه.