په کابل ښار کې اوس هره ورځ د غلاوو، شوکو او وژنو پېښې وي. له ارګ او دولتي ودانیو پرته د کابل ښار په هره سیمه کې هره ورځ لسګونه پېښې کېږي، د موبایل، پیسو، موټر او نورو وسایلو غلا عادي شوې ده. خبره یوازې د غلا هم نه ده، بلکې له غلا سره زخمي کول او وژل هم روان دي. هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د همداسې زړه بوږنوونکو پېښو معلومات، تصویرونه او ویډیوګانې خپرېږي، خو حکومتي چارواکي داسې غلي دي، لکه چې هېڅ نه ویني او نه یې اوري؛ لکه دوی ته چې خدای هېڅ سترګې او غوږونه نه وي ورکړي.
د کابل ښار دا غلاوې او وژنې بې ساري دي، په تېرو شلو کلونو کې داسې نه وو شوي چې غله او داړه ماران دې دومره زورور وي او په رڼا ورځې دې خلک ولوټي، ټپي دې یې کړي او آن ودې یې وژني. د کابل ښار نږدې هر وګړی یا د هرې کورنۍ یو وګړی له دغو غلو سره مخ شوی او د وهلو ټکولو تر څنګ یې موبایل یا پیسې هم ترې وړې دي. اوس غله په تیاره کې نه، بلکې په رڼا ورځ، په عمومي سرک او آن د پولیسو د پوستې او حوزې څنګ ته غلا کوي. اوس غله داسې دي، لکه چې د غلا جواز ورکړل شوی وي او لکه حکومت چې غلو ته تسلیم شوی وي.
دا چې حکومت ولې د خلکو غږ نه اوري او ولې غلی دی، ښايي متفاوت دلایل ولري، خو څو مسایل پکې مهم دي. لومړی دا چې حکومت ته د خلکو وینه او مال ارزښت نه لري. دویم دا چې زموږ کورنیو چارو وزارت د بې کفایته، غلو او مفسدینو له خوا رهبري کېږي او دوی د خلکو د امنیت پر وړاندې د هېڅ ډول مسوولیت احساس نه کوي. همدا اوس امنیه قومانداني، د پولیسو د حوزو آمریتونه او آن تر دې په ټیټه کچه بستونه پلورل کېږي. په پیسو مقرر شوي مسوولین بیا د ورکړل شوو پیسو د پوره کولو او ګټې لپاره هر څه ته لاس اچوي. ګڼ داسې شواهد شته چې د غلو او وژونکو سره په دې چاره کې امنیتي مسوولین هم شریک دي. همدا څو ورځې وړاندې یوه ویډیو خپره شوه چې خلک نیول شوي غله پولیسو ته تسلیموي، خو هغوی غله په لاره کې پرېږدي او حوزې ته یې نه وړي. د کابل د حوزو ډېری پولیس د دې پر ځای چې د خلکو امنیت ونیسي، په غلاوو بوخت دي. دوی له لوړو جوړېدونکو ودانیو، دوکانونو، کراچیو او نورو ځایونو څخه هره ورځ پیسې اخلي او ټوله ورځ د همدې پیسو په راټولو او خوندي کولو بوخت دي. دوی بیا دا پیسې په کورنیو چارو وزارت کې چارواکو ته ورکوي او آن ویل کېږي چې دا پیسې تر ارګه پورې هم رسیږي.
واقعیت دا دی چې دا حکومت وروست شوی، نه خلکو ته د خدمت نیت او اراده لري او نه هم د خلکو امنیت، ژوند، وینه او مال ورته ارزښت لري. د کابل ښار ټول اوسېدونکي چیغي وهي، له غلو شکایت کوي، خو حکومت مرګونی سکوت کړی دی. حالت داسې دی لکه غلو ته چې جواز ورکړل شوی وي او پولیس د غلو په همکارانو اوښتي وي. خلک له غلو او وژنو کړېږي، خو حکومتي چارواکي آن په دې اړه د خبرو تر بریده هم ځان نه په تکلیفوي. د دې مانا دا ده چې حکومت خلکو ته وايي چې موږ غلا ته جواز ورکړی، تاسې د شکایت حق نه لری او ستاسې مال او وینه موږ او غلو ته روا ده.