په کابل کې د ناامنۍ، غلا او وژنو په تړاو د حکومت بې غوري او ناغیړي د دې سبب شوې، چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي او ورو ورو د امنیت په برخه کې پر حکومت خپل باور له لاسه ورکړي. په دې ورځو کې په کابل کې هره ورځ د غلاوو، وژنو او شوکو پېښې دي، خو حکومت هېڅ داسې ګام نه اخلي چې د دې پېښو په مخنیوي کې کارنده وي. د خلکو له پرله پسې غوښتنو، فریادونو او شکایتونو وروسته دومره ویل شوي چې په امنیت شورا کې په دې اړه بحث شوی او د کورنیو چارو وزیر د پولیسو څو حوزو ته تللی او نمایشي عکسونه یې اخیستي دي.
په کابل کې د غلاوو، وژنو او ناامنیو په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي، ځکه دا پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. د کابل په هره سیمه کې هره ورځ همداسې پېښې دي او آن د پولیسو د حوزو او پوستو په څنګ کې داسې پېښې کېږي. آن داسې پېښې هم شته چې پولیس له غلو سره مرسته کوي او یا هم غله د پولیسو لخوا له نیول کېدو وروسته خوشې کېږي.
دا چاره د دې سبب شوې چې پر پولیسو او په ټوله کې پر حکومت د خلکو باور کم شي او ورو ورو د امنیت په ټینګښت کې له حکومته ناهیلي شي. ځینې خلک خو آن وايي چې د غلو مخه هغه وخت نیول کېږي چې دا ښار طالبانو ته وسپارل شي. طالبانو له همدې موقع استفاده کړې ده او په یوه خپره کړې پاڼه کې یې کابل ښاریانو ته ویلي چې د امنیت د خوندي کولو په موخه به یې ځینې ګامونه واخلي. که څه هم دا سخته او آن ناممکنه ښکاري چې طالبان دې اوس په کابل ښار کې دا کار وکړلی شي، خو له شک پرته له دې چارې تبلیغاتي ګټه اخلي. واقعیت دا دی چې د خلکو د سر او مال د ساتنې په برخه کې د حکومت ناغیړي د دې سبب شوې چې خلک پر حکومت بې باوره شي او طالبانو ته کمپاین وشي. حکومتي چارواکي او ویندویان کله کله خپل سیاسي مخالفین او څېړونکي د نظام پر تخریب تورنوي او وايي چې دوی په خپلو کړنو او څرګندونو سره نظام تخریبوي، خو واقعیت دا دی چې نظام او حکومت تر بل هر چا ډېر خپله له داخله تخریبېږي. فاسد او غله چارواکي د خلکو د امنیت په تړاو بې غوري کوي او آن ځینې یې د خلکو له وژونکو او غلو سره مرسته کوي چې دا د نظام له تخریب پرته بله هېڅ مانا نه لري او دا تخریب تر هغه ډېر خطرناک دی چې له نظام څخه د باندې کسان یې کوي.
که حکومتي مشران او امنیتي چارواکي دغه نظام ته وفادار وي، دوام یې غواړي، نو باید اوسنۍ ناغېړۍ او خیانتونه ودروي. د خلکو د امنیت په تړاو د حکومتي چارواکو کړنې په واضح ډول د نظام د تخریب او طالبانو ته د کمپاین په مانا دي. له همدې امله د نظام مخربین او دښمنان تر حکومتي چارواکو ډېر بل څوک نه دي.