د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو په ایران کې د هند پرمختیایی پروژه د چابهار بندر له بندیزونه مستثنی اعلان کړې ده او وايي هدف یې دا دی چې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وشي. له چابهار افغانستان ته د رېل پټلۍ غځولو پروژه هم له دغه بندیزونو مستثنا ده.مایک پمپیو رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، چې دغه فعالیتونه د افغانستان د پرمختګ او دغه هېواد ته د بشري مرستو د رسولو لپاره اړین دي. مایک پمپیو دا هم ویلي چې افغانستان به له ایران د تېلو وارداتو ته ادامه ورکړي. تر دې وړاندې دا وېره وه، چې ښایي پر ایران د امریکا نوي بندیزونه په ایران کې د افغانستان مهم بندر چابهار باندې منفي اغېز وکړي. خو امریکا اوس اعلان کړی چې دغه بندر له بندیزونو مستثنا دی. چابهار د هند په مرسته په ایران کې د افغانستان لپاره رغول شوی بندر دی، چې جنوبي اسیا او مرکزي اسیا به د افغانستان او ایران له لارې سره ونښلوي.