د ریاضیاتو په برخه کې د لوبو (یا د جوارۍ) تیوري د نولسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې رامنځته شوه. د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې یې په اقتصادي تحلیل کې خپل ځای وموند او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اقتصادي مسایلو د څېړنې لپاره په یوه خورا مهمه وسیله بدله شوه. د شلمې پېړۍ په وروستۍ نیمه او د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې څو واره د اقتصاد د نوبل جایزه هغو څېړونکو ته ورکړل شوه چې اقتصادي نظریات یې د لوبو د تیورۍ پر بنسټ ولاړ وو. د لوبو (جوارۍ) تیوري د ریاضي هغه څانګه ده چې په یوه تعامل کې د دوو لوریو ترمنځ چې دواړه په شعوري ډول له دغو تعاملاتو خبر دي، د عمل د لارو چارو د غوره کولو پر ډول باندې تمرکز لري.
کله چې د ګټلو او بایللو خبره وي، نو که د یوه ګټه او د بل تاوان سره برابر وي، (په ټوله کې صفر لوبه Zero Sum Game) ورته ویل کېږي او که مجموعي ګټه د دواړو لوریو تر بایلنو لوړه وي، نو (په ټوله کې غیر صفر لوبه Non-Zero Sum Game) بلل کېږي.
د پرو (قطعو) او سپښتو لوبې په ټوله کې صفر لوبې دي، یانې څه چې یو یې ګټي؛ دقیقاً هغه څه دي چې بل یې بایلي، خو د خیریه چارو لپاره لاټري په ټوله کې د غیر صفر لوبې یوه ښه بېلګه کېدای شي. ګڼ شمېر کسان د لاټري ټکټونه اخلي، لږ شمېر پکې د ټکټ د بیې څو چنده ګټه کوي، خو لوبه داسې عیاره شوې وي چې د ټولو ګټل شوو جایزو ارزښت د پلورل شوو ټکټونو تر ارزښت کم وي. هغه پاتې پیسې د یوې خیریه چارې لپاره ځانګړې کېږي، یانې لوړه ټولنیزه ګټه ترې لاسته راځي چې په نتیجه کې تولید شوی ارزښت (د جایزو مجموعه او ټولیزه ګټه) د پلورل شوو ټکټونو تر ارزښت لوړ وي.
د لوبو تیوري د ټولنیزو تعاملونو او سیاسي اړیکو په تحلیل کې هم ډېره کارول کېږي.
په ټولنیز تعامل کې د «غیر صفر» لوبې مشهوره بېلګه «د بندیانو معضله» ده. په دې معضله کې دوه تنه د یو جرم په تور نیول کېږي. قاضي دواړو ته اختیار ورکوي چې له عدالت سره همکاري کوي (د مجرم په پیدا کولو کې مرسته کوي او که یې نه کوي). که دواړو یو د بل پر ضد شاهدي وویله، نو دواړه مجرم ګڼل کېږي، پر هر یوه پنځه کاله بند راځي. که په دوو کې یو خپل شریک رسوا کړ، خو بل وفادار پاتې شو، نو هغه چې خپل ملګری یې رسوا کړی، بښل کېږي او هغه چې خپل ملګری یې نه دی رسوا کړی، په لس کاله بند محکومېږي. درېیم حالت دا دی چې دواړه لوري یو بل ته وفادار پاتې شي، نو عدالت یې جرم نه شي ثابتولای، خو د شک پر بنسټ دواړه په یو یو کال بند محکومېږي.
په دې قضیه کې هر یو دا فرصت لري چې د ملګري په رسوا کولو له بنده خلاص شي، نو د مقابل لوري د افشا کولو ګټه ورته لوړه ښکاري، خو که دواړه لوري همدغه قضاوت وکړي، نو دواړه د خلاصون په تمه یو بل رسوا کوي او په نتیجه کې یې دواړه پنځه پنځه کاله بندي کېږي. برعکس که دواړه لوري یو بل ته وفادار پاتې شي، نو کال وروسته به دواړه ازاد ګرځي. د عقل حکم باید د همکارۍ او وفادارۍ په ملتیا کې وي.
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تبلیغاتي کمپاین د لوبو د تیورۍ په چوکاټ کې ډېر ښه ارزول کېدای شي.
که هره انتخاباتي ډله داسې و انګېري چې د نورو ډلو په تخریب او سپکولو به د ځان لپاره د ګټلو چانس زیات کړي او د حریف د ګټلو چانس به کم کړي، نو نتیجه به دا شي چې ټول به د یو بل په سپکولو او تخریبولو بوخت شي، د یوې احتمالي ګټې په خاطر به ټول لوبغاړي علی السویه تخریب شوي او ښکنځل شوي وي. په داسې حال کې چې ټول هغه ټیمونه چې کمپاین ته راوتي، په دویم دور کې مجبور دي چې له مخکښو دوو ټیمونو سره یوځای شي، یانې هغه چا ته ورنږدې شي چې په لومړي دور کې به یې په شرمونو شرمولی وي.
که برعکس ټول ټیمونه په انتخاباتي کمپاین کې له اعتدال څخه کار واخلي، د ټولنیزو اخلاقو مراعات وکړي، ملي منافع په نظر کې ونیسي، نو هر یو به د نورو د سپکولو پر ځاي خپل پروګرام ته د ملاتړ په جلبولو کې هڅه وکړي او که په دویم دور کې یو له بل سره جوړېږي، نو دا توافق به د ملي منافعو د خوندي کولو یوه هڅه وبلل نه شي، نه یوه ناپاکه معامله.
د ریاضي علم خو په کمپاین کې د حد ساتلو او د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړ ملي بحث تجویز کوي. ګورو به چې د لوبغاړو ټولنیز شعور به کوم لوري ته درومي؟