افغانان له څلورو لسیزو څخه زیات د جنګ کرغېړنه تجربه ویني، چې په دې غمیزو کې یې یو نسل د جنګ او جګړې د باروتو په تورو لوخړو کې له منځه لاړ او دویم نسل یې هم عملاً د جنګ تریخ حقیقت تجربه کوي. د همدغو جګړو په پایله کې مو دوه نسلونه د پوهې، مدنیت، روغتیا او د نوې ټکنالوژۍ له دور څخه ډېر شاته پاتې شول. همدغو جنګونو او جګړو مو ماشومان او ځوانان ذهناً او روحاً ناارامه او فکرونه یې د جنګ کرغېړنې څپې منزوي او محشوشه کړل. ځوانانو مو د ژوند د اساسي کارونو پر ځای پر نورو او د پردیو په اشاره او لمسون بې هدفه مزل غوره کړ، د سیمو هېوادونو هم د دوی له ځوانۍ څخه د یوه سپر په توګه کار واخیست. د ښوونځي، پوهنځي او مدرسې پر ځای یې پر داسې ناوړه لارو روان کړل، چې په پایله کې همدوی خپله لار ورکه کړه او په ناسمه لار بېرته د دښمن په لومو کې ورولوېدل.
شومو دښمنانو دوی ته د انسانیت پر ځای وحشت، د دوستۍ پر ځای دښمني او له خپل هېواد سره د مینې پر ځای یې د خپل هېواد ورانول ور زده کړل. نوي ځوانان چې د ځوانۍ په نشه کې مست وو، په خپلو ځانګړو روزنځایونو کې د هېواد پر ضد وروزل او بیا یې د هېواد پر ضد استعمال کړل، چې په پایله کې هېواد ته جنګونه، وحشتونه، بربریتونه او مرګونه په برخه شول او څلويښت کاله یې افغانان په خپلو کې سره په جګړه کړل. دوی ورته د یوه لوبڅار په توګه وکتل او د افغانانو له جنګ او وژلو څخه یې خوند واخیست.
له بل لوري ملکي وګړي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې راګیر دي، تل د دواړو لوریو لخوا ګواښل کېږي، تهدیدېږي او وژل کېږي. د دوی له کورونو او کلیو څخه پټنځایونه جوړ شوي او د سپر په توګه ورڅخه کار اخلي، چې دې کار د ملکي وګړیو ژوند تریخ کړی او د مرګ او ژوبلې په شمېر کې یې هم د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړی.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ننه جګړې دومره خونړۍ بڼه غوره کړې، چې په خپل وخت کې بېساري بلل شوې ده.
د ملکي وګړو د نه خوندیتوب له امله حقوقو بشر، د افغانستان لپاره د مرستندویه ادارې یا یوناما او هم داخلي چارواکو خپلې اندېښنې ښودلې دي.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته افغانانو تمه درلوده چې په هېواد کې روانه خونړۍ جګړه به د سولې او اوربند په رامنځته کېدو سره بنده شي او یا به هم لږ تر لږه د اوسنۍ جګړې په ګراف کې د ټیټوالي لامل شي، خو د میاشتو په تېریدو د افغان سولې بهیر نه یوازې پڅ او بې برخلیکه پرمخ روان دی، بلکې یادې چارې د سولې په پروسه کې نوي درزونه هم راپیدا کړل.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د سولې مرکچې پلاوي غړي عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبرې غونډې ته ویلي وو، چې «د سولې پر وړاندې یوازینی خنډ ولسمشر محمد اشرف غني دی او که غني استعفا وکړي، د اوربند او سولې خبرو راتګ حتمي دی.»
خو ځینو سرچینو بیا ویلي چې د ننه په هېواد کې ځینې سیاسیون د موقت حکومت نغاره هم ډنګوي او دوی بیا د موقت حکومت غوښتونکي دي.
خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا د هغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې «د ولسمشر دوره اساسي قانون ټاکلي ده او ولسمشر محمد اشرف غني به د خپلې پنځه کلنې دورې تر بشپړېدو وروسته واک هغه چا ته وسپاري، چې د افغانانو د رایو پر اساس وټاکل شي.»
دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه لویه غوغا جوړه کړه، ځینې په جمهوریت، ځینې بیا د موقت حکومت او ځینې نورو بیا په امارت کې خپل ځانونه ویني. د هرې یوې ډلې او پلویانو بلې ته په ښکنځلو او بد رد ویلو خوله خلاصه کړې وه.
اوس که د دواړو لوریو لخوا د سولې فضا همدغسې خړه پړه وي؛ دا به نه یوازې دا چې د دواړو لوریو دا ډول څرګندونې به د سولې روان بهیر ته زیان واړوي، بلکې پر دغه ملي پروسه ښايي منفي سیوری هم وغوړوي او یا یې هم په بشپړه توګه زیانمنه کړي. دا ډول ناوړه چاره کولای شي، څو د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کې نويو درزونو، خنډونو او نويو بنبستونو د رامنځته کېدو لامل شي.
پکار دا ده چې د روانې خونړۍ جګړې چې زور یې ټول له ملت خېژي، د حل لپاره یو صادقانه ګام واخیستل شي. ښکېل اړخونه له خپلو غوښتنو تېر شي او نور د خدای لپاره په دغه ځورېدلي ولس رحم وکړي. که ښکېل اړخونه د خپل ولس د برخلیک پر ځای د نورو ګټو ته لومړیتوب ورکوي او خپلې ګټې د نورو په ګټو کې خوندي ويني، دا ارمان یې نیمه خواه دی، هېڅکله به یې دا ارمان پوره نه شي، دا هرڅه زموږ تاریخ ثابت کړي.
په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې او ثبات په هیله!