جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د مسکو غونډه او د سولې پر پروسه يې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژيکو او سيمه ‌ييزو څېړنو مرکز

نوومبر 19, 2018
in تحلیل
0 0

 

مسکو تېره اونۍ  د نومبر په ۹مه د افغان سولې په اړه د يوې مهمې غونډې کوربه و. په دې غونډه کې د امريکا او افغانستان په ګډون د سيمې ۱۲ هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ خو امريکا يوازې د څارونکي په توګه په غونډه کې ګډون وکړ او افغانستان بيا که څه هم د حکومت رسمي استازی غونډې ته ونه لېږه؛ مګر د سولې عالي شورا يوه جګ ‌پوړي پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د غونډې په پيل کې په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګياليو حضور او ګواښ ته په اشارې سره وويل چې د ځينو هېوادونو له ‌خوا د سيمې د ناامنه کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کېږي. نوموړي د روسيې هلې ځلې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره وبللې.

دغې غونډې ځکه په نړيواله کچه پام ځان ته اړولی و چې له يوې خوا د طالب استازو  يوه جګ‌ پوړي او باصلاحيته پلاوي پکې ګډون کړی و او له بلې خوا د روسيې او امريکا ترمنځ د وروستيو کلونو سړې جګړې له کبله د افغانستان پر لور د روسيې لېوالتيا او ښکېلتيا هم زياته شوې ده.

دا چې د روسيې- امريکا سړې جګړې د افغانستان پر قضيه څومره اغېزې کړې؟ روسيه په خپلو دا ډول هڅو سره څه غواړي؟ او د وروستۍ غونډې پايلې او اغېزې به څه وي؟ هغه پوښتنې دي چې دلته يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

د امريکا-روسيې سړه جګړه او افغانستان

که څه هم د سولې په تړاو هر ګام په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هيلې راټوکوي؛ خو د مسکو غونډې د امريکا او روسيې ترمنځ د سړې جګړې او د افغانستان په قضيه کې د دغو هېوادونو د تقابل پيغام له ځان سره درلود. د همدغه ذهنيت د حاکميت له کبله د روسيې د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې په ټينګار سره وويل، دوی نه غواړي چې افغانستان د سيمه‌ ييزو او نړيوالو لوبغاړو او زبرځواکونو د سياليو په ډګر بدل شي او د دغې غونډې يوازینۍ موخه يې په افغانستان کې د سولې ټينګښت وبلله.

له يوې خوا په افغانستان کې د امريکا د جګړې اوږدېدل او له بلې خوا د افغان حکومت د سولې د هڅو ناکامي د دې لامل شوې چې د افغان قضيې سيمه ييز او نړيوال لوبغاړي هم په ډېرېدو شي. دا چې روسيه او امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې د ځينو سيمه‌ ييزو او نړيوالو قضيو په تړاو په يوه نوې سړه جګړه کې ښکېل دي، افغانستان هم د دغې سړې جګړې پر يوه ډګر بدل شوی دی.

روسيه اوسمهال په افغانستان کې د امريکا له حضور څخه په وېره کې ده، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امريکايي اډو له جوړېدو او بيا په ۲۰۱۵ ز کال کال کې د داعش ډلې د فعاليت پيل د دغه هېواد اندېښنې زياتې کړې دي او له همدغه کال را وروسته يې د افغانستان په قضيه کې د اغېزناک رول لوبولو هڅې پيل کړې دي.

د روسيې د وروستيو هڅو او پر افغان قضيه يې د اغېزو په اړه دوه ډوله تحليلونه شته دي:

لومړی: دا چې د روسيې هڅې له امريکا سره د سړې جګړې او پر دغه هېواد د فشارونو واردولو په موخه دي، نو له همدې کبله به ښايي دا هڅې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت په برخه کې معکوسې پايلې ولري او دا به د افغان جګړې د لا پېچلتيا او اوږدېدو لامل شي.

دويم: داسې انګېرنې هم شته دي چې ښايي امريکا به د افغانستان په قضيه کې د روسيې د رول پراخېدل او په ځانګړې توګه له طالبانو سره د روسيې د اړيکو لا زياته غځېدا ونه غواړي. له همدې کبله به امريکا خپلې هڅې ګړندۍ کړي، څو له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو له لارې له دغې ډلې سره د سولې يوې هوکړې ته ورسېږي.

د مسکو د غونډې پايلې او اغېزې

د ملي يووالي حکومت په دوره کې د مسکو-کابل اړيکې د حامد کرزي د دورې په پرتله ترينګلې شوې؛ ځکه له يوې خوا د ملي يووالي حکومت له  واشنګټن سره د ښو اړيکو پاللو هڅه کوله او له بلې خوا په دې دوره کې د افغانستان په اړه د روسيې په سياستونو کې هم بدلون راغی. همدا لامل دی چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د روسيې هڅو ته د شک په سترګه ګوري او وروستۍ غونډې دا فضا يو څه نوره هم ترينګلې کړه.

افغان حکومت له يوې خوا نه غواړي په داسې غونډه کې ګډون وکړي چې رهبري يې د دوی په واک کې نه وي او له بلې خوا د سولې په برخه کې د امريکا وروستيو هڅو هم حکومت تر يوه بريده اندېښمن کړی او په دې وېره کې دی چې د امريکا-طالبانو د مخامخ خبرو اترو پر مهال له پامه ونه غورځول شي. له همدې امله يې په دې غونډه کې په ګډون نه کولو سره، د روسيې د هڅو په اړه د امريکا دريځ تاييد کړ. خو په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د پلاوي ګډون بيا د حکومت د کمزوري او دوه ‌زړي دريځ ښکارندويي کوله، ځکه د سولې عالي شورا له طالبانو سره د سولې د پروسې رسمي ارګان دی، خو تراوسه له طالبانو سره د سولې اړوند پرمختګونه د دغې شورا له لارې نه دي شوي او دا شورا يو بې‌ اغېزې ادرس بلل کېږي.

په بل اړخ کې طالبانو ته بيا دا ښه فرصت و چې د سيمې او نړۍ په کچه په يوه مهمه غونډه کې رسماً ګډون وکړي او خپل دريځ بيان کړي. طالبانو په دې غونډه کې په ګډون کولو سره له يوې خوا د روسيې په څېر ځواکمنو هېوادونو د ملاتړ پيغام امريکا او افغان حکومت ته ورساوه او له بلې خوا يې د لومړي ځل لپاره په ډېر پراخ او اغېزناک ډول خپل غږ د سيمې هېوادونو او نړۍ ته ورساوه. د طالبانو استازو په خپلو خبرو کې پر دې ټکي لا زيات ټينګار وکړ چې دغه ډله ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته ګواښ نه دی، کوم څه چې د طالبانو سيمه‌ ييز ملاتړ پياوړی کوي.

طالبانو له يوې خوا په وروستيو کلونو کې، په تېره بيا له ۲۰۱۳ ز  کال او په قطر کې د سياسي دفتر له پرانيستل کېدو وروسته، خپلې ډيپلوماټيکې هڅې پياوړې کړې دي او له بلې خوا طالبانو درک کړې چې له روسيې سره د اړيکو له لارې کولی شي پر امريکا فشارونه وارد کړي او له دغې ډلې سره د امريکا مخامخ خبرو اترو ته لاره هواره شي.

د دې ترڅنګ، په مسکو کې د طالب استازو په ګډون د سولې غونډه جوړېدل د امريکا لپاره د اندېښنې خبره ده او ښايي تر يوه بريده له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د امريکا پر دريځ اغېزې ولري؛ ځکه امريکا نه غواړي چې د افغانستان په قضيه کې د روسيې رول تر دې زيات پراخ شي.

د امريکا- طالبانو خبرې اترې

د مسکو غونډه داسې مهال جوړېږي چې امريکا له څه مودې راهيسې د افغان سولې په برخه کې د پخوا په پرتله هيله ‌بښونکي ګامونه اوچت کړي دي. له دغې غونډې سره هم‌مهاله د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم چې څه موده وړاندې يې په قطر کې له طالب استازو سره کتلي وو؛ سيمې ته خپل دويم سفر  وکړ.

د افغان جګړې د دوام اصلي لامل په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون دی او ترڅو پورې چې امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو مهالوېش له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو مېز ته وړاندې نه کړي، دا بهير به د پام ‌وړ لاسته ‌راوړنه ونه لري. د افغان حکومت د سولې د هڅو د ناکامۍ اساسي لامل هم همدا دی چې طالبان افغان حکومت د دوی د اساسي غوښتنې (په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د برخليک) په تړاو بې‌صلاحيته بولي او له دغه حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کوي.

د دې ترڅنګ، افغان قضيه بهرني او کورني اړخونه لري چې بهرنی اړخ يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش او دويم اړخ يې بين‌الافغاني تفاهم ته د زمينې برابرولو ته اړتيا لري. په بهرني اړخ کې د سيمه‌ ييزو هېوادونو هڅې تر يوه بريده اغېزناکې بلل کېږي او د روسيې په څېر هېوادونو فشارونه د امريکا پر دريځ اغېز ښیندلی شي؛ ځکه ترڅو چې امريکا په خبرو کې مستقيم رول او ونډه ونه لري، د سولې د بهير بريا هم ناشونې برېښي.

Share19Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In