د پاکستان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وروستیو څرګندونو وروسته په اسلام اباد کې د امریکا سفارت شارژدافیر احضار کړی دی. ټرمپ ویلي چې پاکستان د امریکا لپاره هیڅ هم نه دي کړي نو خپلې میلیاردونه مرستې به ورباندې بندې کړي. هغه یو ځل بیا پر خپل ټویټر په خپله خبره ټینګار کړی دی او لیکلي یې دي، پر خپله خبره ولاړ دی، پاکستان ته نور مرستې نه ورکوي. پاکستان یې په غبرګون کې نن په اسلام اباد کې د امریکا سفارت شارژدافیر پاول جونز ور احضار کړی دی. ویل کېږي چې له دې سره به د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د کړکېچ کچه لا ډېره شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ټرمپ د غیر موجه او غیر مؤثقو تورونو پر وړاندې یې خپل شدید اعتراض جونز ته سپارلی دی.