دوشنبه, مارچ 16, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د رهبر پیغام

    حنفي: د ملي حاکمیت د نقض په صورت کې د هېواد دفاع پر ټولو لازمه ده

    خوست کې د پاکستاني رژیم بریدونو کې ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې

    افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

  • نړۍ

    نړیوالې انرژۍ اداره: له بیړنیو زېرمو څخه به ۴۱۱ میلیونه بېرله تېل بازار ته عرضه شي

    عراقچي: ایران له امریکا سره خبرو ته هیڅ لېوالتیا نه لري

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه لیکنې

د پردیو ګټو لپاره پر افغان ولس بل شوی اور

لیکنه: طارق صابر

جون 21, 2021
in لیکنې
0 0

په دوحه کې د سولې خبرې له سره پیل شوې دي؛ په داسې حال کې چې جګړه لا هم شدت لري. تر اوسه له دېرشو زیاتې ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط دي او په ۷۰ نورو کې جګړه روانه ده. په کابل کې هدفي وژنو یو ځل بیا زور اخیستی دی. دوه ورځې مخکې په دهمزنګ څلورلارې کې درې تنه ناپېژندو وسلوالو وژلي او پر هزاره قوم بریدونه هم ډېر شوي دي.

طالبان ولسوالۍ او سیمې سقوط کوي، حکومت په ځینو سیمو کې تکتیکي شاتګ ته مخه کړې او وايي چې نیول شوې ولسوالۍ به د دې ډلې په قبرونو بدلې کړي. په دې وروستیو کې طالبانو داسې ذهنیت خپل کړی، چې ولایتونه او لوی ښارونه پوره ونیسي. دولت یې پر وړاندې غبرګون ښیي او بېرته هغه سقوط شوې سیمې، چې نظر نورو ته امنیتي او جغرافیوي ارزښت لري، د جګړې په زور خپلوي.

د سولې پڅ بهیر، جګړو، پر طالبانو او حکومت د بې باورۍ سیوری غوړولی دی او خلک یې پر سوله شکمن کړي دي.

امریکا هم خپل فشارونه پر دواړو غاړو یو څه کم کړي او ننداره یې کوي، چې (حکومت او طالبان) څه کوي. په کور دننه سیاسي اجماع نه تر سترګو کېږي، ځای یې نظامي اجماع، د طالبانو پر وړاندې ملیشې جوړولو او ائتلافونو نیولی دی. د راپورونو له مخې، ویل کېږي چې د افغان سیاسیونو یوه ډله دوحې ته د مذاکراتو د چټک کولو په موخه روانه ده؛ خو تر اوسه طالبانو په دې اړه هېڅ هم نه دي ویلي چې له دې ډلې سره به دوی وګوري او که نه. په دغه سیاسیونو کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني، کریم خلیلي، د ولسمشر اشرف غني سیاسي سلاکار اکرم خپلواک، بابر فرهمند او ځینې نور کسان شامل دي.

د سیمې ځینو هېوادونو د خپلسرو ملیشو جوړولو ته زور ورکړی دی. پر دوی وسلې وېشي، اقتصادي ملاتړ ترې کوي، څو خپل نفوذ په افغانستان کې پیاوړی او په روانه لوبه کې ډېر څه خپل کړي.

په تېر کې هم ملیشو د مرکزي دولت لپاره سر خوږی جوړ کړی دی. کله چې امکانات پرې بند شي، ناامنۍ او بې نظمۍ ته لاسونه بډ وهي او له دې لارې باج اخلي. ځینې جګړه مارو د ملیشو په زور رتبې اخیستې، امکانات یې ترې لاسه کړي او په لوړو دولتي څوکیو یې تکیه کړې ده. دا کسان په سوله کې خپل امکانات بایللی شي؛ له همدې امله ناامنۍ ته لار هواروي او د پردیو ګټو لپاره د عامو خلکو د وژلو په بیه د جګړې لمبې تودوي.

همدا راز پر هزاره توکم پرله‌پسې بریدونه دا په ډاګه کوي، چې د جګړې داستان يو څه بدل شوی دی. دا بریدونه ځینې نسل وژنه بولي او هزاره ګان یې دې ته اړ کړي، چې وسله پورته کړي او له خپل ځان او مال ساتنه وکړي. سیمه ییز لوبغاړي بیا له دې فرصته ګټه اخلي او وسلې ورکوي. که دا حالت همداسې دوام وکړي، د دې قوم احساسات لا پاروي. کله چې وسله واله مبارزه پیل کړي، نور قومونه به د خطر احساس وکړي او د دوی پر وړاندې به پورته شي. مذهبي او قومي تعصباتو ته په کتو که وضعیت همداسې دوام وکړي، وېره شته چې د روانې جګړې لوری، پر مذهبي او قومي جګړو واوړي.

اوس طالبان او حکومت پر جګړه تمرکز لري. حکومت به هڅه وکړي چې نیول شوې ولسوالۍ له طالبانو خپلې کړي او دا ډله به هم کوښښ وکړي، چې تر خپلې ولکې لاندې یې وساتي. د دوی دواړو په دفاعي او یرغلیز حالت کې به عام ولس په وینو ولامبي.

روانه جګړه هر ورځ پر افغانانو خاورې اړوي، خویندې، میندې مو کونډې- بورې او کوچنیان مو یتیمان کېږي. د دې جګړې شاته د پردیو پالیسۍ دي او اور یې خپله د افغانانو په لاسونو بل کړی دی. شک نشته چې د روان تاوتریخوالي په سر کې امریکا ده. دې هېواد خپل نظامیان له جګړو خوندي کړي دي او غواړي ووځي. وروستیو ناامنیو امریکا ته ښه تبلیغاتي فرصت په لاس ورکړی دی؛ ګټه به ترې واخلي، په سیمه او نړۍ کې به داسې ذهنیت جوړ کړي، چې د امریکا حضور له خیر او ښېګڼې پرته بل څه نه و.

همدارنګه په سیمه کې به د خپل حضور لپاره پلمه جوړه کړي، چې ګنې تروریزم بیا په افغانستان کې سر راپورته کوي او د مدیریت لپاره یې باید په سیمه کې حضور ولرو. پنټاګون هم ویلي، چې القاعده په افغانستان کې بیا فعاله شوې او کېدای شي دوه کاله وروسته د امریکا لپاره خطر پېښ کړي. امریکا د عامو افغانانو ذهنیت هم خپلوي، ځکه پر طالبانو او حکومت بې باوره شوي او یوازې دا هېواد د ځان او مال ساتلو لپاره ښه بدیل بولي.

د سیمې هېوادونه هم ګټې لري او دا ګټې متضادې دي؛ له همدې امله د کورنیو کړیو په وسیله نیابتي لوبه پر مخ وړي.

پکار ده چې د سولې له فرصته استفاده وشي او دې بهیر ته داسې لوری ور نه کړل شي، چې جګړه لا اوږده، ګرمه او خونړۍ کړي. د سیاسیونو ذهنیت د ملیشې جوړولو پر ځای، ښه ده چې پر سیاسي اجماع متمرکز شي او دوی ته ښايي چې د سولې له مخې خنډونه لرې کړي، په داسې حال کې چې اوس یې خپله جوړوي.

که څه هم توپ د افغانانو په میدان کې دی، خو د لوبولو واک يې له امریکا سره دی. د جګړې دواړې غاړې باید هڅه وکړي، چې خپلواکې شي او توپ داسې ولوبوي، چې د ولس په ګټه وي. که طالبان د سیمو د سقوط فکر لري، حکومت یې د نیولو هوډ لري او بیا په داسې یوه حالت کې له افغان وژنې پرته بل څه نه پېښږي. په سوله کې د دواړو لورو خیر دی. خو که په دې پروسه کې شخصي، ګوندي او پردۍ ګټې وپالي او زور ازمایي وکړي، سوله به و نشي؛ ډېر ناوړه قضاوت به پرې وشي او د افغانستان د تاریخ د تورو پاڼو یوه برخه به وګرځي.

Share7Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

چين کې د طبي بیمې د ګډونوالو انډول ۹۵ سلنه ساتل شوی

مارچ 16, 2026

د چين دوه ملي غونډې: د ۱.۴ ميليارډو چينايانو د ملکي چارو مباحثوي ډګر

مارچ 16, 2026

د چين سوداګرۍ وزارت د امريکا د نوې «۳۰۱» څېړنې په اړه غبرګون وښود

مارچ 16, 2026

د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د رهبر پیغام

مارچ 16, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In