د پوهنتون د ليليې په اطاق کې ناست وم چې په خبرونو کې مې په دې خبر سترګې ولګېدې، چې امريکا له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره زلمی خليلزاد د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه ګومارلی دی، څو د امريکا د تاريخ اوږده کشاله د خبرو له لارې هواره کړي. د دغه خبر په لوستو مې له سترګو د خوشالۍ اوښکې روانې شوې. وجه دا وه چې طالبانو له حکومت سره نېغې خبرې ردولې او مخامخ يې لومړی له امريکا سره مذاکرات غوښتل. د امريکا له لوري له طالبانو سره د مخامخ خبرو نه کول د جګړې د غځېدو يو مهم لامل ګڼل کېده.
د خليلزاد له ګومارلو او له طالبانو سره د امريکا مخامخ مذاکراتو په پیل کېدو سره د جګړې د يو لوري مهمه غوښتنه ومنل شوه او هيله مندي يې پیدا کړه چې روانه جګړه به ژر پای ته ورسېږي.
زما لويه هيله هم دا وه چې طالبان او امريکا به ژر يوه تفاهم ته ورسېږي او بيا به حکومت او طالبان په يوه بين الافغاني تفاهم کې د افغان د وينو د روان سېلاب مخه ونيسي.
خو زما محاسبه غلطه وه، غلطه ځکه وه چې يو خوا د طالب- امريکا مذاکراتو ډېر وخت ونيو او تر څنګ يې افغان وژنه هم روانه وه. طالبانو د حکومت له لوري د اوربند وړانديزونه پرلهپسې ردول، سره له دې چې ظاهراً د اورکم خبره کېده، خو ولې دې اورکم هم هره ورځ دنګې ځوانۍ رانړولې.
بالاخره د ۲۰۲۰ کال په فبروري میاشت کې په دوحه کې د طالب- امريکا تر منځ تړون لاسليک شو. دغه تړون يوه بله هيله دا پیدا کړه چې د طالبانو په غوښتنه د جګړې له بهرني عامل سره تړون وشو او اوس به ژر د جګړې له کورني اړخ سره خبرې وشي او يو تفاهم ته به سره ورسېږي، خو له يو کال زيات وخت وشو چې تر اوسه هغومره پرمختګ نه دی شوی څومره چې د خلکو هيله وه.
د دوحې د تړون يوه لويه نيمګړتيا دا وه چې خليلزاد پکې د کابل چکرونه وهل، خو کابل په تړون کې له اندازې زيات له پامه وغورځول شو. د دوحې له تړون وروسته د کابل له لوري تړون له ننګونو سره مخ او هغه ډول چې د دوحې په تړون کې منل شوي وو، د تړون مواد پر وخت پلي نه شول او د کابل له لوري يې پر وړاندې خنډونه ايجاد شول چې دا په خپله د جګړې د غځېدو او د پر وخت مذاکراتو د نه پیل يو لامل وګرځېد.
له افغانستانه د بهرنيو عسکرو د وتلو پروسه روانه ده او د بين الافغاني مذاکراتو له رسمي پیل دا دي مياشتې تېرېږي، خو وينو چې تر اوسه لازم پرمختګ نه دی شوی. ښايي د مذاکراتو د نه پرمختګ يو لامل د دوحې د تړون د يوې اصلي مادې په وخت د بهرنيو پوځيانو د وتلو نه پلي کېدل وي، ولې د امريکا د ولسمشر جو بايډن له لوري د روان کال د سپټمبر تر يوولسمې د ټولو بهرنيو عسکرو د وتلو اعلان او بيا د بېلابېلو چارواکو له لوري د بايډن د پلان پر عملي کولو ټينګار د دې ښودنه کوي، چې امريکا به که لويه ستونزه نه وي، نو تر سپټمبر پورې به خپل عسکر له افغانستانه وباسي. اوس چې د امریکايي ولسمشر په ګډون بېلابېل چارواکي پر وخت د بهرنيو عسکرو د وتلو خبره او ټينګار پرې کوي، نو حکومت او طالب ته پکار ده چې هغه څه وکړي چې هم يې ولس او هم يې تاريخ ته سترګې ټيټې نه شي.
حکومت دې لومړی خپل داخلي اختلافات شاته وغورځوي او له کابل څخه دې په يوه واحد دريځ کې په مذاکراتو کې ګډون وکړي او د جمهوريت او نورو لاسته راوړنو د ساتلو په نوم دې مذاکرات له خنډ او ځنډ سره نه مخ کوي او د اختلافاتو حل او د دولت/نظام په اړه مهمې پرېکړې دې بین الافغاني مذاکراتو ته پرېږدي. د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات هغومره جدي هم نه ښکاري، چې وښيي د دوی کړنې د مذاکراتو پروسه له خنډ سره مخ کړې او يا د جګړې د شدت د زياتوالي لامل شوي دي.
برعکس، د دوحې له تړون وروسته چې د تاوتريخوالي کومه څپه د طالبانو له لوري پیل شوې او طالب پکې د حکومت د اوربند او تر ډېره حده د اورکم خبره له پامه وغورځوله، نو د طالبانو دې کړنو ولس ډېر اندېښمن کړی دی. طالبانو جګړه نوره هم پراخه کړې او هره ورځ لسګونه کسان د دوی په بريدونو کې وژل کېږي.
د جګړې له شدت او پراخېدو سره ډېر زيان عام ولس ته رسېږي. ولس بې ځايه کېږي، د اوسېدو ځايونو او شتمنيو ته يې زيان رسېږي او تر ټولو مهمه دا چې عامه خدماتو ته يې لاسرسی له ستونزو سره مخ کېږي.
وروستيو ورځو کې د طالبانو له لوري په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې د بېلابېلو ولسواليو سقوط او بيا د لسګونو عسکرو وژل کېدلو او زرګونو ولسي خلکو بې ځايه کېدلو مسوول طالبان دي. طالبان ولسوالۍ او سیمې ونيسي، خو تر ډېره يې ساتلی نه شي او کله چې حکومتي عسکر د طالبانو له لوري د نيول شويو سيمو د بېرته نيولو لپاره ځوابي عمليات کوي، نو په دې کې دويم ځل بيا ولس ته زيان رسېږي.
اوس خو د هېواد له شمال څخه خپه کوونکي خبرونه هم را روان دي. هغه دا چې د حکومتي عسکرو تر څنګ اوس عامو خلکو هم د طالبانو پر ضد وسله اخيستې. د دې يو لامل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شمال ترخه ماضي ده چې د شمال خلک ترې ښې خاطرې نه لري او وېرېږي چې که دا ځل طالبان پرې واکمنېږي، نو ښايي وضعيت نور هم بدل او خونړی وي.
طالبانو ته پکار ده چې لږ تر لږه د مذاکراتو پر مهال د جګړې شدت کې لږوالی راولي. د طالبانو لومړی آپشن بايد د مذاکراتو له لارې بريالي کېدل او د مذاکراتو پر مېز د چنو وهلو له لارې د خپلو موخو تر لاسه کول وي او که خدای مه کړه بين الافغاني خبرې ناکامېږي، نو بيا طالبان کولی شي چې نور آپشنونه وکاروي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې لاينز دا خبره بالکل پر ځای ده، چې اوس د خبرو د مېز پر ځای د جګړې په ډګر کې فعاليت زيات دی، نو جګړه کې روان شدت او پراخېدو ته په کتو پکار ده چې د جګړې د ډګر پر ځای د مذاکراتو مېز کې فعاليت زيات شي.
د جګړو دواړو لورو په ځانګړي ډول طالبانو ته پکار ده چې جګړې ته د شدت او پراختيا ورکولو پر ځای جدي مذاکراتو ته ننوځي او ژر داسې يوې پايلې ته ورسېږي چې هم اسلامي او هم ملي ارزښتونه پکې خوندي شوي وي، که داسې ونه کړي، نو ولس او تاريخ به يې ونه بښي.